کارلسن بیا هم د شطرنج اتل پاتې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه، ۱۳۹۳ل): د شطرنج لوبې پخوانۍ اتل مگنوس کارلسن خپل هندي سیال ویسمناتن انند ته د یو کال په موده کې دوه ځل ماتې ورکولو سره بیا هم د دغې لوبې اتل پاتې شو.

له کارلسن څخه وړاندې له ۲۰۰۷ زیږیدیز کال څخه تر ۲۰۱۳ زیږیدیز کال پورې د هندوستان ویسمناتن انند د شطرنج لوبې اتل پاتې شوی چې په دې وروستیو کې د کارلسن په واسطه له ماتې سره مخ شو.

په ۲۰۱۳ زیږیدیز کال کې کارلسن او انند ۱۱ لوبې وکړي چې ۲ لوبې کارلسن په بریا پای ته ورسید او پاتې ۹ لوبې بې نتیجې پاتې شوې. روان کال هم د انند او کارلسن تر منځ لوبې د نومبر له اتمې څخه پیل شوې وې.

کارلسن دې لوبې گټلو سره ۱.۲ میلیونه ډالره په داسې حال کې وگټله چې یوه اونۍ وروسته به خپل ۲۴ مه زیږدنې ورځ لمانځي. انند له کارلسن څخه ۲۰ کاله مشر دی.

کارلسن په ۱۹ کلني کې شطرنج د نړۍ تر ټولو ځوان لوبغاړی و چې لومړۍ مقام په گټلو بریالی شو او نوم يي په نړیوال درجه بندې کې ثبت او انند ته د چیلنج ورکولو حق پیدا کړ.

کارلسن په ۱۳ کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره د شطرنج پخوانۍ روسي اتل اناتولی کارپوف ته یوه لوبه کې ماتې ورکړه او بله لوبه بې نتیجې پای ته ورسید.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د