نړۍ

امريکا کې د مظاهره‌چيانو او امنيتي چارواکو تر منځ اخ و ډب شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ميسوري ايالت فرګوسن ښار کې د ډرين ولسن په نوم يو سپين پوستي پوليس يو اتلس کلن تور پوستی په ډزو وژلی و او محکمې نوموړی سپين پوستی پوليس ته براءت ورکړی، چې له امله د فرګوسن په ګډون ټول ميسوري ايالت د محکمې د پرېکړې پر ضد خلکو لاريونونه او مظاهرې پيل کړي او دغه مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي، چې تر اوسه پکې دوه موټر سوځول شوي او ګڼ لاريون کوونکي ټپيان شوي دي.

د ميسوري محکمې قاتل پوليس ولسن بې ګناه بللی او زياتوي، چې نوموړي پر اتلس کلن تورپوستي مايک براون د غله ګومان کړی او پنځه ډزه يې ويشتی دی.

د مايک براون کورنۍ او د ميسوري ايالت اوسيدونکو د محکمې د پرېکړې پر ضد تاوتريخوالی او مظاهرې پيل کړي دي. لاريونکوونکو پر امينتي عسکرو د ډبرو وارونه وکړل او پوليسو پر لاريونکوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او د ربړي مرميو ډزې يې پرې وکړې.

د فرګوسن ښار د تاوتريخوالي په اړه د امريکا ولسمشر بارک اوباما امنيتي چارواکو ته امر کړی، چې سيمه کې دې امنيتي ټينګ کړي او د وژل شوي مايک براون کورنۍ ته دې د سوله ييزې مظاهرې حق ورکړل شي او اعلان يې وکړ، چې دی به په خپله د مايک براون کورنۍ ته ورځي او ډاډ يې ورکړ، چې که دوی د محکمې پر پرېکړه نيوکه لري، نو سوله ييز لاريون دې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې روان کال اګست مياشت کې د فرګوسن ښار يو پوليس ډرين ولسن پر يو اتلس کلن تور پوستی مايک براون د غله ګومان کړی و او نوموړی يې پنځه ډزه ويشتی و او ځای پر ځای يې وژلی و.

کارپوهان وايي، که امريکايي چارواکو ژر تر ژره د دغو لاريونونو او مظاهرو مخه په ارامه ونه نيوله، نو ډېر ژر به د لاريونونو او مظاهرو لړۍ نورو اياليتونو ته هم وغزيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x