نوی موټر چې د انسان فضله موادو په وسیله چلیږي (ويډیو)

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه، ۱۳۹۳ل): په برتانيي کې نوی مسافر وړونکی موټر جوړ شوی کوم چې د انسان فضله موادو او ضایع شوي خواړه په وسیله چلیږي. دغه بس اوسمهال په برتانیه کې د بریسټل او بات ښارونو تر منځ مسافر انتقالوي.

برتانیه د تاریخ لومړۍ مسافر وړونکی موټر جوړ کړی کوم چې د بایو میتان غاز (Bio-Methane Gas) چې له ناولې اوبه او نور فضوله موادو څخه لاسته راځي په وسیله چلیږي.

دغه بس د ډک ټانکۍ په مرسته ۱۸۶ میله سفر کولی شي او د نورو بسونو په نسبت ۳۰٪ کمه لوگۍ کوي. دغه موټر تیره دوشنبې په کار پیل کړ او په میاشت کې به ۱۰۰۰۰ مسافر د بریسټل هوايي ډگر څخه د بات تاریخي ښاره پورې انتقالوي.

محمد صدیق د جینیکو (GENeco) کمپنۍ کارکوونکی وویل:« دغه موټر عام خلکو د فضله موادو په وسیله چلیږي چې دا هم ممکنه ده چې بس کې د موجود مسافرو فضله موادو څخه هم استفاده وشي.»

نوموړی زیاته کړه:« یو کس د یو کال فضله مواد کولی شي دغه بس تر ۳۷ میله پورې وچلوي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د