افغانستان

پروان: په لاریون کې لږ تر لږه یو کس مړ شوی او 29 نور ټپيان شوي دي

CharikarParwanApril_18_2011نن ټکی آسیا: د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې نن په زرګونو تنو د بهرنیانو له خوا د دیني عالمانو په نیول کېدو لاریون وکړ، چې په ترڅ کې لږ تر لږه یو تن مظاهره کوونکی مړ او نهه ویشت تنه نور ټپیان شول.

د ټپیانو په منځ کې د لسو تنو روغتیايي حالت د ډیري اندیښنې وړ ښول شوی، چې ځینی یې کابل او نورو سیمو ته د درملني لپاره لیږدول شوي دي.

د پروان ولایت مرستالی والي ویلي چې د مظاهرو په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست ودانۍ ته خورا زیات تاوان رسیدلی، او د دفتر ټوله سامانونه له کار ایستل شوي دي.. او پر دې سربېره د ولایت مقام او تجارت اطاقونو د ریاست ودانۍ هم زیانمني شوي دي.

د یادوني وړ ده چې د افغانستان دیني عالمان په یوه او بل نامه په دوام داره توګه د بهرنیانو او داخلي عسکرو له خوا بندیان او توهینیږي.. څه وخت مخکي د کندهار عالمانو د همدې پيښو د مخنیوي لپاره غونډه کړې وه، او غوښتنه یې کړې وه چې ددوی توهین دي نه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x