کور پاڼه / کالمونه / توره لیکل کوي / مونږ هم تورې په ځمکه نه دي ایښي

مونږ هم تورې په ځمکه نه دي ایښي

لیکوال: ابوحدیر

 کالم : توره لیکل کوي

د تیرو موقوفونو برخلاف اوباما په افغانستان کې د جنګ موده یو کال نوره هم وغځوله ، د نیویارک ټایمز د راپور له مخی دغه فیصله په منځني ختیځ کی د داعش د تهدید وروسته د سیمی او نړي حالاتو په نظر کی نیولو سره شوی .د اوباما دغه موقف پداسې حال کې مخی ته راځي چی په افغانستان کی د امریکا روانې جګړې دیارلس کاله پوره کړي ، او ددې دیارلس کلنې درنې جګړې نتیجه او فایده د امریکا لپاره دا شوه چی یو کال نوره هم جګړه ، یو کال نور هم د سر او مال تاوان ، دا خو د افغانستان په سطح د امریکا د ۱۳ کلنې جګړې نتیجه او فایده شوه ، ووس به د نړی په سطحه ددی جګړې په عواقبو نظر واچوؤ.

په ۲۰۰۱ کال کې امریکا ظاهراً د اسامه بن لادن د منځه وړلو په منظور د یو نړیوال هوایي او زمیني لښکر سره افغانستان ته راغله د لته یی یو مستحکم او منلئ حکومت له منځه یوړو ، د طالب او القاعده په نوم یی په زرهاؤ بی ګناه خلک ووژل ، کورونه یی بمبار کړل او په زرګونو یی په زندانو کی واچول ، د مسلمانانو د وینو او مرګونو تږي جنګي جنون په سر اخستي امریکایان عراق ته هم ورنازل شول په زرهاؤ مسلمانان یی هلته هم شهیدان کړ ، د شیعه او سني اور یی بل کړ او عراق یی د همدې اور په لمبو کی پریښود ، د لسو کلونو جنګ او زرهاؤ مسلمانانو د وژلو، ځورولو او شکنجه کولو وروسته په ۲۰۱۱ کال کی د امریکایانو مهم هدف او لوي دښمن اسامه په شهادت ورسید هغه هم په افغانستان کې نه ، امریکایانو د فتح جشنونه ونیول او ډیرې خوشحالئ یی وکړې ګواکې دوي جنګ وګټلو او دنیا یی فتح کړله ، دا دی ۲۰۱۴ کال معما هم د همدی مودې څخه شروع شوه چی پرلپسې د ټولو نړیوالو مطبوعاتو د بحث نقطه او د خبرونو سرټکئ وګرځیدو ، امریکا او ټولو متحدینو یی ۲۰۱۴ د مثبت تحول کال بللو چی د فتح په نوم به دوی نجات ترلاسه کړي او د جنګ څخه به پښی سپکی کړي ، خو کوم ۲۰۱۴ چی دوی د ځان لپاره د تيښتې او نجات کال ګڼلو هغه برعکس د امریکا او ټولو متحدینو لپاره د تهدید او جنګ پیلامه وګرځید .

د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې په سوریه او عراق کې د داعش په نوم یو داسی تحریک سر راپورته کړ چی د امریکایانو په وینا د تیرو او موجوده ټولو تروریستي ډلو څخه زیات قدرت مند ، ثروت مند او منظم تحریک دي ، چې ووس عملا د امریکا او ټولو غربي او شرقي متحدینو لپاره یی یو ستر ګواښ ګرځیدلی ، دغه تحریک د واک او ځواک سره یوه داسې داعیه هم لري چی د نړی په هر ګوټ کی د مسلمانانو د ویښیدو او یو کیدو سبب هم کیدایشی ، نو ځکه د داعش دغه تهدید د امریکایانو او متحدینو لپاره صرف په عراق او سوریه کې نه بلکه د نړي په نورو حصو کی هم سر درد جوړیدایشی ، دا ټول د مسلمانانو په خلاف د امریکایانو ددې اوږدې جګړې نتیجه او عکس العمل دي چی نن امریکا د داعش په شکل کی د طالبانو څخه زیات ځواکمن او واکمن او د القاعدې څخه زیات تندرو دښمن سره مخامخ دي . نو مونږ وییلی شو چی د مسلمانانو په خلاف د امریکا دغې ۱۳ کلنې جګړې عمومی نتیجه دا شوه چی د دوي په اصطلاح سخت دریځي او تروریستي ووس صرف په افغانستان کی نه بلکه د نړي نورو هیوادونو ته هم غځیدلې او د یو نړیوالې مسألې شکل یی غوره کړی .

اوس چی د دوي په آند په افغانستان کې د امریکا جګړه یو کال نوره هم وغځیده زمونږ لپاره کومه نوې او د فکر وړ موضوع نده ځکه چې مونږ د امریکا سره د اوږدې جګړې لپاره ملا تړلی ، زمونږ ارادې د مقاومت او استقامت دي ، خو افسوس د هغه افغانانو په حال چی امریکایانو ته یی د لسو نورو کلنو لپاره د افغانستان قواله او د مسلمانانو د وژلو اجازه ورکړه ، خو دا دي په اصطلاح د افغانستان پارلمان هم د امریکایانو لپاره ددی قوالی او اجازې تایید وکړ .


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. حماد ابوبکر

    غربيانو پخپل حماقت سره د نړی ویده مسلمانان راویښ کړل او دهغوی په محکومیت او کمزوری یی بسا ونکږه ویی پتیله چی هغوی بیخی نابود کږی او پاتی شتمنی یی هم لوټ کږی ، خو دااحمقان پدی نه پوهیدل چی دا امت ناروغیږی خو نه مړی کمزوری کیړی خو له منځه نه ځی، اوس نو د الله تعالی شرعی او کونی سنت دی چی مظلومانو ته به بریا ورکوی دهغوی خوف او ویره به په امن بدلوی ، ظلم او ظالمان به نسکوروی

  2. محمودالغزنوی

    ددی کرښی په اقتفا،موږهم توری نه دی ایښی،،درسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته دلومړی خلیفه سیدناحضرت أبوبکرصدیق رض)دکړی وینایوه برخه راخلم ،والله لانبالی من أجلب علینامن خلق الله ان سیوف الله لمسلولةماوضعناهابعدولنجاهدنّ من خالفنا،کماجاهدنامع رسول الله صلی الله علیه وسلم فلایبغین أحدالاعلی نفسه،،ابن کثیرالبدایه والنهایه -ج ۵-ص ۲۴۳/سیرةالمصطفی ج-/۳/ص ۸۸مولاناادریس کاندهلوی رح)