نن ټکی اسیا

مونږ هم تورې په ځمکه نه دي ایښي

لیکوال: ابوحدیر

 کالم : توره لیکل کوي

د تیرو موقوفونو برخلاف اوباما په افغانستان کې د جنګ موده یو کال نوره هم وغځوله ، د نیویارک ټایمز د راپور له مخی دغه فیصله په منځني ختیځ کی د داعش د تهدید وروسته د سیمی او نړي حالاتو په نظر کی نیولو سره شوی .د اوباما دغه موقف پداسې حال کې مخی ته راځي چی په افغانستان کی د امریکا روانې جګړې دیارلس کاله پوره کړي ، او ددې دیارلس کلنې درنې جګړې نتیجه او فایده د امریکا لپاره دا شوه چی یو کال نوره هم جګړه ، یو کال نور هم د سر او مال تاوان ، دا خو د افغانستان په سطح د امریکا د ۱۳ کلنې جګړې نتیجه او فایده شوه ، ووس به د نړی په سطحه ددی جګړې په عواقبو نظر واچوؤ.

په ۲۰۰۱ کال کې امریکا ظاهراً د اسامه بن لادن د منځه وړلو په منظور د یو نړیوال هوایي او زمیني لښکر سره افغانستان ته راغله د لته یی یو مستحکم او منلئ حکومت له منځه یوړو ، د طالب او القاعده په نوم یی په زرهاؤ بی ګناه خلک ووژل ، کورونه یی بمبار کړل او په زرګونو یی په زندانو کی واچول ، د مسلمانانو د وینو او مرګونو تږي جنګي جنون په سر اخستي امریکایان عراق ته هم ورنازل شول په زرهاؤ مسلمانان یی هلته هم شهیدان کړ ، د شیعه او سني اور یی بل کړ او عراق یی د همدې اور په لمبو کی پریښود ، د لسو کلونو جنګ او زرهاؤ مسلمانانو د وژلو، ځورولو او شکنجه کولو وروسته په ۲۰۱۱ کال کی د امریکایانو مهم هدف او لوي دښمن اسامه په شهادت ورسید هغه هم په افغانستان کې نه ، امریکایانو د فتح جشنونه ونیول او ډیرې خوشحالئ یی وکړې ګواکې دوي جنګ وګټلو او دنیا یی فتح کړله ، دا دی ۲۰۱۴ کال معما هم د همدی مودې څخه شروع شوه چی پرلپسې د ټولو نړیوالو مطبوعاتو د بحث نقطه او د خبرونو سرټکئ وګرځیدو ، امریکا او ټولو متحدینو یی ۲۰۱۴ د مثبت تحول کال بللو چی د فتح په نوم به دوی نجات ترلاسه کړي او د جنګ څخه به پښی سپکی کړي ، خو کوم ۲۰۱۴ چی دوی د ځان لپاره د تيښتې او نجات کال ګڼلو هغه برعکس د امریکا او ټولو متحدینو لپاره د تهدید او جنګ پیلامه وګرځید .

د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې په سوریه او عراق کې د داعش په نوم یو داسی تحریک سر راپورته کړ چی د امریکایانو په وینا د تیرو او موجوده ټولو تروریستي ډلو څخه زیات قدرت مند ، ثروت مند او منظم تحریک دي ، چې ووس عملا د امریکا او ټولو غربي او شرقي متحدینو لپاره یی یو ستر ګواښ ګرځیدلی ، دغه تحریک د واک او ځواک سره یوه داسې داعیه هم لري چی د نړی په هر ګوټ کی د مسلمانانو د ویښیدو او یو کیدو سبب هم کیدایشی ، نو ځکه د داعش دغه تهدید د امریکایانو او متحدینو لپاره صرف په عراق او سوریه کې نه بلکه د نړي په نورو حصو کی هم سر درد جوړیدایشی ، دا ټول د مسلمانانو په خلاف د امریکایانو ددې اوږدې جګړې نتیجه او عکس العمل دي چی نن امریکا د داعش په شکل کی د طالبانو څخه زیات ځواکمن او واکمن او د القاعدې څخه زیات تندرو دښمن سره مخامخ دي . نو مونږ وییلی شو چی د مسلمانانو په خلاف د امریکا دغې ۱۳ کلنې جګړې عمومی نتیجه دا شوه چی د دوي په اصطلاح سخت دریځي او تروریستي ووس صرف په افغانستان کی نه بلکه د نړي نورو هیوادونو ته هم غځیدلې او د یو نړیوالې مسألې شکل یی غوره کړی .

اوس چی د دوي په آند په افغانستان کې د امریکا جګړه یو کال نوره هم وغځیده زمونږ لپاره کومه نوې او د فکر وړ موضوع نده ځکه چې مونږ د امریکا سره د اوږدې جګړې لپاره ملا تړلی ، زمونږ ارادې د مقاومت او استقامت دي ، خو افسوس د هغه افغانانو په حال چی امریکایانو ته یی د لسو نورو کلنو لپاره د افغانستان قواله او د مسلمانانو د وژلو اجازه ورکړه ، خو دا دي په اصطلاح د افغانستان پارلمان هم د امریکایانو لپاره ددی قوالی او اجازې تایید وکړ .