fbpx

کابل: د نننیو چاودنو وروستي جزییات

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): نن سه شنبه د لیندۍ په ۴مه کابل ښار د دوو چاودنو شاهد و. لومړۍ چاودنه سهار وختي په کمانډو عسکرو وشوه او دوهمه چاودنه د کابل په مهمه دیپلوماتیکه سیمه وزیر اکبر خان کې رامنځته شوه.

د لومړنۍ چاودنې په اړه وروستي راپورونه وايي چې د کمانډو ۱ عسکر وژل شوې او ۶ نور ټپيان شوي او دوهمې چاودنې ځاني تلفات نه درلودل.

دولتي چارواکي ادعا کوي چې دوهمه چاودنه د لاسي بم پر مټ شوې او د چاودنې په تور یې یو کس هم نیولی دی.

د امنیتي تړون د لاسلیک وروسته کابل د سترو بریدونو شاهد دی. پرون د کابل په ختيځ کې پر بهرنیانو چاودنه وشوه چې د ایساف د مطبوعاتي دفتر په وینا ۲ بهرني سرتیري او د طالبانو له قوله ۴ عسکر په کې ووژل شول.

د لړم پر ۲۸مه /نومبر ۱۹مه/ قابل بای سیمه کې د بهرنیانو تر ټولو مهمې او نسبتا ارامې قرارګاه «ګرین ویلیج» ډله ییز سرتیري بریدونه وشول چې درنه مرګ ژوبله یې درلوده.

تر هغې یوه ورځ وړاندې د لړم پر ۲۷مه /نومبر۱۸مه/ د بهرنیانو پر یوې امنیتي کمپنۍ سرتیری برید وشو. دغه برید کې سرتیری بریدګر توانیدلی و چې د کمپنۍ ددننه ننوځي او خپل باروړونکي موټر ته چاودنه ورکړي.

رسنیو هغه مهال راپور ورکړ چې ددغې درنې چاودنې غږ د کابل په ټولو سیمو کې اوریدل شوی. دولت او طالبانو په دغه چاودنه کې د ‌درنو ځاني او مالي تلفاتو راپور ورکړ او جنرال دوستم د چاودنې وروسته په دې اعتراف وکړ چې په امنیتي ځواکونو کې د طالبانو نفوذي کسان دي که نه دغه ډول بریدونه کول امکان نه لري.

نن د لیندۍ پر ۴مه سهار وختي د کمانډو عسکرو پر بس د ریموټ کنترول پر مټ چاودنه شوه. دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د چاودنې وروسته ویلي چې په پېښه کې د کمانډو ۷ عسکر ټپي شوي دي.

خو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه بیا لیکلي چې په چاودنه کې د کمانډو عسکرو ۲ افسران وژل شوي او ۶ نور کمانډو عسکر مرګوني ټپیان شوي دي.

دوهمه چاودنه د کابل ښار په مهم او دیپلوماتیکي سیمې وزیراکبر خان کې رامنځته شوه. په دغه سیمه کې سفارتونه، نړیوالو رسنیو دفترونه او موسسات دي.

کابل پولیس وايي چې دوهمه چاودنه کې چاته ځاني تلفات نه دي اوښتي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یو کس چې په وینا یې په وزیراکبر خان کې یې د لاسي بم پر مټ چاودنه کړې د نیولو ادعا کړې.
صدیقي له قوله تورن کس يې تر پوښتنو لاندې نیولی خو تر دې مهاله دا لا څرګنده نه ده چې د برید هدف او انګیزه څه وه.

دا لا څرګنده نه ده چې یاد کس هسې لاروی و چې امنیتي عسکرو د بریدکوونکي په تور نیولی او که حقیقتا بریدګر.

د وزیراکبر خان د برید په اړه طالبانو لا څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د