افغانستان

په فراه کې د یو ساختماني شرکت 13 ایراني او 2 افغاني کارکوونکي تښتول شوي دي

afghanistan_road_cunstructionنن ټکی آسیا: په فراه ولایت کې د یو ساختماني شرکت د 13 تنو ایراني کارکوونکو په شمول 15 تنه تښتول شوي دي.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ څخه یو تن افسر محمد منیر رسینو ته ویلي چې د یو ساختماني شرکت 15 تنه کارکوونکي د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي دي، چې په هغو کې ایراني کارونکي 13 تنه دي، او دوه تنه نور افغانان دي.

د نومړي له قوله ویل شوي دي، چې طالبانو څه موده مخکي همدې شرکت ته د کار نه کولو خبرداری ورکړل شوی وو.

ویل کیږی چې دغو کسانو پر هغه سرک باندي کار کولو، چې د ایران په مرسته د فراه ولایت څخه بیا تر ایراني سرحده پوري جوړیږي.

تر اوسه طالبانو یا کوم بل لوري ددې پيښي مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نن ټکی آسیا سره په تماس کې ددې پيښي په اړه ویل چې تر اوسه ده ته په دې اړه کوم راپور نه دی رسیدلی..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x