نظــر

د افغانستان په سوله او امن کې د دینی علماوو نقش

لیکوال: صدیق الله فدایي

په افغاستان کې دینی عالمانو تل د ټولنې په مثبتو او منفی بدلونونو کې رول لوبولي دی. ډیر وخت په افغانستان کې دینی عالمان له دولت سره په تصادم او ټکر کې واقع شوي او زیات وخت یې هم د پردیو اشغالګرو پر ضد دآزادی لپاره تحریکونه او خوځښتونه رهبری کړي دي. ځیني وختونه دیني عالمان د دولتونو د لاس آله ګرځیدلې او استقلالیت یی نه دی لرلی. او په ځینو نورو وختونو کې هم د پاکستانی، ایرانی، سعودی او نورو کړیو لخوا د سیاسی موخو لپاره استعمال شوي دي. له دولتونو سره د دیني عالمانو د ټکر مثالونه د غازي امان الله خان پر ضد د دوی پاڅون او په ۱۳۴۹ هـ ل کال کې د پل خشتی د جومات پراخې مظاهرې یادولی شو چې د جوزا په څلورمه باندې د سردار ولی په قومانده دغه وروستنی یاد شوی پاڅون وځپل شو او عالمان یی د ضربې د قوې په زور باندې د پل خشتی له جومات نه وایستل شول. په دې وخت کې د جلال آباد په ښار کې ځینو کړیو نا امنیو ته لاس واچاوه او د سپین غر هوټل او ډیر نور عام المنفعه تأسیسات یې وران او ویجاړ کړل. د همدې کال د جوزا په شپږمه نیټه باندې د ننګرهار په شینوارو کې حافظ رمضان او حافظ ملاخیل د شینوارو خلک راپاڅول او چوڼۍ ته یې اور ورواچاوه. دغه دوه کسه وروسته د تیرا د آزاد سرحد قبایلی سیمو ته لاړل او غوښتل یې چې هلته د افغانستان له حکومت نه په امن کې پاتې شي. لیکن پاکستانی استخباراتی کړیو په دوی زور اچاوه چې له دوی سره کار وکړي. هماغه وو چې دې دواړو کسانو دا وړاندیز ونه منلو او په افغانستان کې د بند په قبلولو بیرته وطن ته راغلل.

سردار محمد داوود خان هم د دینی علماوو پر ضد ځینی پلانونه پلي کړل خو ډیر ناوخته وپوهیده چې باید خپلې پالیسۍ ته د دینی عالمانو په وړاندې بدلون ورکړي. کله چې نور محمد تره کی قدرت ته ورسید نو د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند اکثرو غړو د دینی عالمانو په نیولو پیل وکړ او د دې طبقې څلور شپیته زره کسان د ۱۳۵۷ نه تر ۱۳۷۱ هـ ل پورې د افغانستان په مختلفو عسکری فرقو، د پلچرخي په پولیګون او په نورو صحرایی محکمو کې په شهادت ورسیدل. حکومتونو د دې له پاره چې خپل سیاسی اعمال توجیح کړي نو په کابل کې یې د جمیعت العلما او وروسته د علماوو شورا رامنځته کړه تر څو په ځینو مسألو کې د دوی له دینی نفوذ نه استفاده وکړي.

لیکن تیرو وختونو ښودلې چې د حکومتونو او علماوو تر منځ هیڅ وخت یو سم تفاهم منځته نه دی راغلی او دا د دې سبب ګرځیدلی چې حکومت علماوو ته او علما دولتونو او حکومتونو ته د شک په سترګه وګوری. تر څو پورې چې د دینی علماوو، د عصری علومو د پوهانو او دولتی اراکینو تر مڼځ یو حقیقی تفاهم منځته رانشی، زموږ په هیواد کې به ګډوډي، د جنګ فتواګانې، په نورو خلکو د کفر د ټاپو لګول، د علماوو بندي کیدل او نا امني دوام ولري.

د دې له پاره چې په افغانستان کې د علماوو مثبت رول تقویه شي، لومړی باید دوی له اقتصادی تړاو نه خلاص شي. په اوس حالت کې په افغانستان کې دینی عالمان د خلکو په ډوډی باندې ژوند کوي یا د حکومتونو نه تنخواه اخلي او یا خان او ملک دوی ته معاش او تنخواه ورکوي. دا د دې سبب کیږي چې دیني عالمان د هغه چا دلچسپۍ او غوښتنې په نظر کې ونیسي کوم څوک چې دوی ته تنخواه ورکوی. تر څو چې د افغانستان دیني عالمان د دغه اقتصادی تړاو نه خلاص نه شي، نشي کولای هغه څه ووایي او ولیکی کوم چې د دین اصلی جوهر بیانوي.
زه د خپل ژوند یو مثال وړاندې کوم:

ما په ۱۹۸۶ زیږدیز کال د دینی عالم او اسلامی دعوتګر په توګه د سعودی عربستان د «رابط‌‌‌‌ة العالم الاسلامی» سره کار پیل کړ. دوی ماته د میاشتې دری زره سعودی ریال چې څه ناڅه له شپږ سوو مارکو سره مساوی کیدل، راکول. په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کله چې عراق په کويټ باندې برید وکړ او امریکایی پوځیان سعودی عربستان ته ورداخل شول نو د سعودی سفارت ماته ټلیفون وکړ او ویی ویل چې باید په څلرویشتو ساعتونو کې ځان د مکې مکرمې ښار ته ورسوم. دوی وویل چې زه به هلته د دولت میلمه اوسم او باید هغه فتوا امضأ کړم په کومو کې چې په سعودی کې د امریکاییانو د پوځونو شتون روا کار وګڼي. کله چې ما دا کار و نه کړ نو له دې کنفرانس نه دوې اونۍ وروسته دوی زما سره خپل کار پای ته ورساوه. همدا رنګه زما د ژوند شخصي تجربې دا وايي، تر څو چې امامان او دیني عالمان مستقل و نه اوسي دوی به د دین خدمت په لازمه توګه و نه شی کړای.

اوس که غواړو چې په افغانی ټولنه کې سوله او امن منځته راولو د علماوو نقش باید په ټولنه کې په حقوقي ډول پیاوړی شي تر څو چې دینی عالمان وکولای شي په افغانستان کې د یو مؤثر قوت په توګه خپل رسالت سر ته ورسوي. د دې له پاره زه څو وړاندیزونه لرم چې په لاندې ډول يې بیانوم:

– لومړی:

د دینی عالمانو لپاره باید د وظیفې یا ځیرې راټولول، خیرات اخیستل او هر هغه څه چې د افرادو په وړاندې د دیني عالمانو نقش راټيټوی له منځه لاړ شی. د دین په نامه باندې د هر بی دینه او دینداره احسان په اوږو اخیستل د دین سپکاوی دی. په افغانستان کې باید یو ملی وقف منځته راشي او د دیني وقف په نامه باندې د افغانستان په ټولو بانکونو کې یو بانکي حساب خلاص او په کامل شفافیت سره د علماوو، دیني ښوونکو، امامانو او خطیبانو معاش او تنخواه له همدې حساب نه تأدیه شی.
– دوهم:

دینی عالمان څرنګه چې له خلکو سره په مسقیمو اړیکو کې دي، په کلیو او بانډو کې زده کوونکو او د کلیو خلکو ته تعلیم ورکوي نو باید د عالمانو تعلیمی درجه تثبیت او د دې له پاره چې د افغانستان علما د بهرنیو افراطی کړیو له تأثیر نه خلاص شي نو باید د دینی مدرسو سویه له نړیوالو مدرسو له سویې سره مقایسه شي او داسې و نه شي چې سپینه پګړۍ په سر او د خلاصې کتاب یې خلاص کړی وي، ځانته دیني عالم ووايي.

– دریم:

څرنګه چې ښځه د ټولنې نیمايي برخه جوړوی، نو د ټولنې نیمایی قوت ګڼل کیږی. خو زموږ په ټولنه کې دا قوت ځپل شوی او د ټولنې په جوړښت کې دا قوت نیمایی او تر نیمایی کم شوی دی. ځکه د نارینه وو قوت هم په ډیرو مواردو کې د ناتوانه شویو او له سواد او علم څخه د بې برخه ښځو په خدمت کې دی.

د ساري په توګه د امریکې یوه میرمنه د واشنګتن یا نیویارک نه د خوست ولایت ته راځي، الوتکه چلوی، ټوپک یې په اوږه او زموږ په کلیو او بانډو کې تلاشۍ کوی، لیکن د افغان ښځه او خور د دې وړتیا نلری چې خپل ځان او یا خپله کورنۍ په یواځې توګه یوه روغتون ته ورسوي.

د دې له پاره چې د علماوو میرمنې په کلي کې د دوی ترجمانانې او په کلیو کې له ښځینه قشر سره په اړیکو کې وي نو باید دیني علما په لومړی ګام کې خپلې میرمنې په راتلونکې کې لږ تر لږه په منځنیو دیني زده کړو سمبالې کړي. تر څو دوی وکولای شي نورو میرمنو ته سالمه دینی او عالمانه لارښوونه وکړي.

یوه ريښتینې قصه په دې باب داسې وه چې په افغانستان کې یوه لوی دینی عالم چې اوس هم ژوندی دی او نوم یې نه اخلم، تر ډیره عمره یې واده نه وو کړی، تل ویل چې سړی باید له یوې باسواده او تعلیم یافته ښځې سره واده وکړی او تل به یې دا لنډۍ موږ ته تکراورله:

«چې فاکولته يې ویلې نه وی
د دولسم والاوو مینه نه کومه»

په پای کې دغه مولوی صاحب چې د افغانستان په کوم ګوټ کې به په کومه مدرسه کې ښوونکی او یا په کوم بل عالمانه کار بوخت وی، له یوې ډاکټرې سره واده وکړ او خپله ټوکه یې رښتیا کړه.

– څلورم:

دینی عالمان کولای شي چې د دقیقې احصایې په برابرولو کې د افغانستان د دولت سره مرسته وکړي تر څو دولت وکولای شي د دقیقو ارقامو په بنسټ خپل پرمختیایی او انکشافي پلانونه برابر کړي. زما د دقیقو احصاییو په اساس باندې په افغانستان کې دټيټو، منځنیو او لوړو زده کړو علماوو، امامانو او خطیبانو شمیر پنځه سوه زرو تنو ته رسیږي. دغه امامان، کله چې ماشوم وزیږي، په دریمه ورځ یې په غوږ کې آذان کوي، د نجلی یا د هلک نوم ټاکي او کله چې واده کوي نو بیا هم امام ته د نکاح له پاره مراجعه کوي او بیا کله چې مړ شي نو امام یې جنازې ته راځي. دا دری واړه حالته د دقیقې احصایې په موندلو کې مهم رول لوبوی. که موږ په هر کلي کې چې هلته جومات او ملا موجود وي، د زیږیدو، واده او وفات د ثبت کتابونه ولروپه راتلونکو لسو کلونو کې به موږ وتوانیږو چې د افغانستان یوه دقیقه احصاییه وړاندې کړو. زموږ اوسنۍ ستونزه په ډیرو اروپایی هیوادونو کې داده چې افغانان د خپل د پیدایښت یا زیږیدو په نيټه نه پوهیږي او کله چې د افغانستان د احصایی مأمور تذکره ورکوی نو پوښتنه کوي چې عمر دې څو ولیکم. دا کار افغانان په اوسني نړیوال کلي کې د سفر او تعلیم په وخت کې له ستونزو سره مخامخ کوی.
د نوم په ټاکلو کې هم موږ افغانان ستونزې لرو. د ساري په توګه په جرمني کې په ټولو اسنادو کې باید کورنی نوم او لومړی نوم ثبت شوی وی. لیکن څرنګه چې افغانان اکثراً یو نوم لری د جرمن د ثبت او راجستر مأمور دا یو نوم په دوو برخو وویشی تر څو چې کورنی او لومړی نوم ترې جوړ کړي. د ساري په توګه د جرمني د مونش په ښار کې د یوه افغان نوم عبدالله وو. دوی د دې ځوان لومړی نوم «عبدل» او کورنی نوم یې «الله» کیښود. چې دا د اسلام سره په ټکر کې راځی او انسان شرک ته کاږی. ځکه چې «الله» اسم ذات دی او يواځې د خدای نوم دی.
نو لازمه ده چې دولت د احصایې د ادارې له بودجې نه د امامانو د همکارۍ په خاطر معاش بیل کړي تر څو د دولت د پرمختیایی پروګرامونو په برخه کې د امامانو له ونډې نه مثمره ګټه واخیستل شي.

– پنځم:

په امن کې هم د امن په راوستو او د سولې په ټينګولو کې هم امامان او دیني عالمان مستقیم رول لوبولی شي. د دولت پولیس، عسکر او مأمورین په هرکلي کې نشته خو امامان په پنځه وخته لمونځ کې له خپلو خلکو سره ګوري. دوی کولای شي چې د دولت د مخالفو وسله والو سره د کلي، علاقه دارۍ، ولسوالۍ او ولایت په سطح خبرې وکړي، د جګړو لمنه ټوله کړي او د یو دیني مکلفیت په توګه د خپل یو داسې ولسی حکومت سره چې هغه به د افغانستان ګټې په نظر کې نیسي، همکاري وکړي. دلته بیا هم هغه بودجه چې د سولې د راوستلو او د امنیت د ټیګښت لپاره مصرفیږی په خوشې هوایي پروژو نه بلکې د سولې په عملی کولو او د امن په راوستلو کې مصرف شي.

که دغه وړاندیزونه عملي شي، نو افغانستان به د امن او سوکالۍ په لوري لاړ شي او د دې کار له پاره د دې اړه هم شته چې افغانی مهاجرین له ایران او پاکستان نه بیرته خپل وطن ته راوګرځي او هر افغان په خپل وطن کې د له ویاړه ډک ژوند خاوند شي.

د یو سوکاله، با امنه او د ترویزم، جګړو او بهرنیو عسکرو نه د خلاص افغانستان د لیدو په هیله.

 

زما د فعالیتونو په اړه معلومات له دغه لینک څخه ترلاسه کولای شئ:
http://www.youtube.com/user/SidigullahFadai/videos

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

پرځای لیکنه وه مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x