جنرال دوستم: د ژوند ښې ورځې يې د اشرف غني په نه شتون کې د ولسمشرۍ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې د ژوند ښې ورځې يې دادي چې د اشرف غني په نه شتون کې دی ولسمشر وي.

نوموړی چې په وحشت، ټوپکسالارۍ، چور چپاول، کورني جګړې، د زرګونو انسانانو پر وژنه تورن دی د بي بي سي فارسي سره په دې وروستیو کې مرکه کړې.

جنرال دوستم د عبدالله او اشرف غني تر منځ د کابېنې د ویش پر سر شخړو ته په اشارې سره ویلي چې ددغه ډول حالاتو څخه طالبان سوء استفاده کوي او ورځ تر بلې په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راولي.

دوستم چې شاوخوا ۲ کاله وړاندې يې د امریکا له ولسمشر باراک اوباما څخه غوښتي وه چې د پوځیانو په ویستلو کې تلوار ونه کړي، ځکه امریکا «په افغانستان کې شهیدان ورکړي» او میلیونونه ډالر يې مصرف کړي، دا ځل یې بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې که « نړۍ ورسره مرسته ونه کړي، دوی هيڅ نشي کولای.»

دوستم د عبدالله عبدالله نیم واک او نیمو څوکیو د غوښتلو ته په اشارې سره ویلي چې که نیم په نیمه واک وویشل شي دا د دوو دولتونو په مانا دی. «پنځوس – پنځوس سلنه که شي، دوه هېوادونه او دوه ولسمشران کیږي».

د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال جنرال دوستم د لسګونو زره کسانو پر وژنه، زرګونو کسانو پر لوټونه او د زرګونو جریبه ځمکو پر غصب تورن دی.

د بشري حقوقو ادارې هم نوموړی د بشري حقوقو ناقض ګڼي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د