افغانستان

طالبان: په دفاع وزارت کې مو د څلورو بهرنیانو په شمول 18 تنه وژلي

Defense_Ministry_in_Kabul_Afghanistan_Monday_April_18_2011نن ټکی آسیا: نن د دوشنبې په ورځ طالبانو اعلان وکړ، چې په کابل کې د ملي دفاع پر وزارت په داسي وخت کې برید وکړ، چې ګڼ شمېر داخلي او بهرني جګپوړي افسران په غونډه بوخت وه، چې له امله یې 4 تنه بهرني جګپوړي افسران ، او 14 نور داخلي افسران او عسکر وژل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویل شوي،

چې په دې غونډه کې د فرانسې دفاع وزیر چې دا مهال په کابل کې دی، هم ګډون درلود، نومړي ویلي چې د برید اصل هدف هم نومړی وزیر او د هغه غونډه وه.

مجاهد ویلي چې برید کوونکی چې اسد الله نومیږي او د پنجشیر ولایت اوسیدونکۍ وو، د څو کاله راهیسي په ملي اردو کې دنده تر سره کوله، او له ډېري مودې راهیسي د طالبانو سره په تماس کي وو.

د بلي خوا د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي ویلي چې په پيښه کې د ملي اردو دوه تنه مړه او اوه نور ټپیان شوه.

د یادوني وړ ده چې طالبان په دې وروستیو کې توانیدلي چې د ملي فوځ او پولیسو څخه په استفادې سره په ورته توګه پراخ بریدونه وکړي، چې نيژدې مثالونه یې د لغمان ولایت هغه برید وو، چې د ایساف له قوله یې 5 بهرنیان او ګڼ شمېر دولتي عسکر ووژل.. او همداسي په دا وروستیو کې د کندهار امنیه قوماند خان محمد هم په ورته برید کې له منځه ولاړ.

د پيښي په اړه به نور انځورونه د نن په انځورونو کې لږ شېبه وروسته خپاره شي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x