fbpx

د پاکستان تر ټولو مشهور تلویزون «جیو» مشر پر ۲۶ کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د ګلګت بلتستان د ترهګرۍ د مخنیوي ځانګړې محکمې د دغه هېواد تر ټولو مشهور تلویزون «جیو» مشر میر شکیل الرحمن پر ۲۶ کلونو بند محکوم کړی.

د میر شکیل الرحمن سره سره ددغه تلویزون (اوټو جاګ پاکستان) چلونکې شایسته لودي فلمي لوبغاړې او ډمه وینا ملک او میړه یې اسد خټک په ۲۶ – ۲۶ کلونو بند او ۱۳ لکه روپۍ جرمانې محکوم کړي.

نن /سه شنبه، لیندۍ ۴مه/ د نومبر پر ۲۵مه د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې ۴۰ مخیزه پریکړه واوروله او د ولسوالۍ اړوندو اجرایوي ادارو څخه يې وغوښتل چې ژر تر ژره پړه کسان ونیسي.

د محکمې قاضي د محاکمې وروسته په پریکړه کې ویلي چې یادو کسانو سترو اسلامي شخصیاتو په باره کې ګستاخانه توري استعمال کړي او د پاکستان د جنايي قانون د ۲۹۸ الف له مخې ورته سزا ورکول کیږي.

د یاد قاضي سکرتر بي بي سي اردو ته ویلي چې محکمې د ولسوالۍ ادارې ته امر کړی چې ددغه حکم د نه عملي کيدو په صورت کې دې مجرمین جایدادنو خرڅ شي او د حکومت په خزانه کې دې واچول شي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د مۍ په ۱۴مه د جیو تلویزون په سهارنۍ خپرونه کې پاکستانۍ فلمي لوبغاړې او ډمې وینا ملک او د نوموړي خاوند اسدخټک د واده اړوند پروګرام جوړ شوې و. په پرواګرام کې قوالي (صوفیانه کلام چې ساز و سرود سره ویل کیږي) وویل شو او په دغه قوالي کې اسد خټک له حضرت علي او د نوموړې ډمه او فلمي مېرمن وینا ملک یې له فاطمة رضي الله عنها سره تشبیه ورکړل شوې وه.

د پروګرام وروسته په پاکستان کې سترې مظاهرې وشوې او ولس غوښتل چې جیو تلویزون بند کړي.

د جیو تلویزون ادارې ددغه پروګرام وروسته ویلي و چې د پروګرام چلونکي څخه غیر قصدي تېروتنه شوې او دوی بخښنه غواړي.

د جیو تلویزون په مشر، د پروګرام چلونکې شایسته لودي، وینا ملک او اسد خټک پر ضد د پاکستان په ډیرو ښارونو کې دوسیې ثبتې شوې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د