افغانستان

پاکستان: ملافضل الله له يو بې پيلوټه بريد څخه روغ وتلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان امنيتي چارواکي وايي، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله له يو بې پيلوټه بريد څخه روغ وتلی دی او دغه بريد کې ګڼ شمېر نور شکمن طالبان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دغه بريد ډيورينډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې شوی دی.

د امنيتي چارواکو له قوله د بريد اصلي هدف ملافضل الله و او نوموړی اتلس ساعته پرله پسې په دغه ځای کې و، مګر له بريده لږه شېبه مخکې يې دغه ځای پرېښود.

افغان چارواکو او سي ای اې تر اوسه د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.

ملافضل‌الله پاکستان کې د سوات د طالبانو مشر و، پاکستاني پوځيانو سره يې ډېرې جګړې کړي او ۲۰۰۹م کال د پاکستاني پوځ له خوا د سختو پوځي عملياتو له امله يې سوات سيمه پرېښوده او ځای يې نه و معلوم، مګر پاکستاني چارواکو پر افغانستان فشار راوړ، چې ملا فضل‌الله افغانستان کې دی او بايد دوی ته وسپارل شي.

د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکيم الله له وژل کېدو وروسته ملافضل الله د پاکستاني طالبانو مشر شو او د پاکستاني چارواکو په وينا نوموړی د افغانستان او پاکستان تر منځ قبايلي سيمو کې ژوند کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې بهرنيو عسکرو نازيانو ولسوالۍ سپين کمر سيمه کې د ولسي خلکو پر کورونو د چاپې پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه ولسي وګړي شهيدان کړي دي.

له سيمې څخه يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته نازيانو ولسوالۍ کې امريکايي بې پيلوټه طيارې پر يو کور توغنديز بريد کې د يوې ښځې او مېړه په ګډون يې درې تنه ووژل.

سرچينه زياتوي، چې تېره شپه امريکايي عسکرو پر همدې سيمه چاپه ووهله او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې شپږ تنه ولسي وګړي شهيدان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x