افغانستان

لویې څارنوالۍ د محمود کرزي او حسین فهیم شتمنۍ کنګل کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): لویې څارنوالۍ د پخواني ولسمشر د ورور محمود کرزي او مارشال فهیم د ورور حسین فهیم شتمنۍ کنګل کړې.

د لويې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن /سه شنبه، لیندۍ ۴مه/ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د دوی دواړو سربېره د عبدالغفار داوي شتمني یې هم د استیناف محکمې په حکم کنګل کړې.

د پخواني ولسمشر ورور محمود کرزي ویلي چې د محکمې د حکم پر اساس د نوموړي شتمني کنګل شوې خو نوموړي د کابل بانک حسابي تصفیه کولو ته تیار دی.

د لويې څارنوالۍ د ویاند له قوله حسین فهیم او عبدالغفار داوي هم دې ته تیاری ښودلی چې د کابل بانک قرضونه بېرته ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې تر دې مهاله تر ۲۲۲ میلیونه ډالرو زیاتې پیسې بېرته راټولې شوي او بیت المال ته سپارل شوي.

په عین حال کې عزیزي ویلي چې د ماليې وزارت سرپرست وزیر او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر عمر زاخېلوال به هم تر پوښتنو او ګرویږونو لاندې نیول کیږي که د افغانستان بانک او د نوي کابل بانک مشر محکمې ته حاضر نشول.

نوموړي ویلي چې دغه دوه لوړپوړي چارواکي د افغانستان څخه بهر د زاخېلوال په ضمانت تللي دي.

د ګډ حکومت د رامنځته کېدو په لومړۍ اونۍ کې اشرف غني د یو فرمان د کابل بانک دوسیه یو ځل بیا پرانېستله.

کابل بانک د افغانستان په کچه ستر شخصي بانک و چې په ۲۰۰۴ز کال کې تاسیس شو.

دغه بانک په ۲۰۱۰ کې د حکومت لخوا تر هغه وروسته بند شو چې ۹۰۰ ملیونه ډالر فساد په کې وشو. ددغه فساد له امله نړیوال وجهي بانک په موقته توګه سلګونه ملیونه ډالر قرضونه افغانستان ته ورنکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x