افغانستان

روزګان: امنيه قوماندانيدزياتو وسلواو شكمنو كسانو د نيولو خبر وركوي

rozgan_captureد ارزګان امنيه قومانداني مسئولينو د دو تنو ځان مرګو بريد كوونكو  تر څنګ دزياتو وسلواو شكمنو كسانو د نيولو خبر وركوي

د ارزګان امنيه قوماندان وايې چي د اواپراتفي معلوماتو پر بنسټ يې دوه ځان مرګي بريدكوونكي او په زياته كچه وسلي د ۲۰تنو سره يو ځاي نيولي دي.

د ارزګان امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد وايې چي ددوي پوليسو دوه تنه ځانمرګي بريد كوونكي هدف له رسېدو وړاندي نيولي دي .

دده په خبره چي ځانمرګي بريد كوونكي بهرنيو ځواكونو له ځان سره وړي دي

شيرزاد همدارنګه زياتوي چي ددې ولايت د مركز ترينكوټ لوېديز لوري ته د سرخوم په سيمه كي يې ۱۴ميله بيلابيلي وسلي او چاودېدونكي توكي نيولي

چي په لاسته راغلو وسلو كي، د سکيل، راکيت انداز، پيکا ماشينداراو دکلاشکوف د مرميو ترڅنګ لاسي مخابري ۱۷ عدده ماينونه ۱۵۸کيلو ګرامه اومه  چرس ۱۶۰ کيلو ګرامه تارياک نيولي دي او ددې وسلو سره يې د تړاو په تور ۲۰ تنه هم نيولي دي

پاته دي نه وي چي ارزګان ولايت د افغانستان په سوېل كي  له نسبتا ارامو ولايتونو څخه دي چي امنتي وضعه پكښئ تر نورو ولايتونو د ډاډ وړ ده.

اسدالله زړه سواند- كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x