
استرالیايي فلپ هیوجز نننۍ لوبه کې سخت ټپې شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه، ۱۳۹۳ل): استرالیایي توپ وهونکی فلپ هیوجز نن کورنۍ لوبو په جریان کې په باونسر په سر لگیدو له امله سخت ټپې شو او حالت يي د اندیښنې وړ ښودل شوی.
نن د استرالیا کورنۍ لوبو کې د ساوت والز او ساوت استرالیا لوبډلو تر منځ لوبه وه چې دغه لوبه کې فلپ هیوجز له یو چټک توپ سره په سر لگیدو سره پر ځمکه پریوت.
نوموړی یي د امبولانس په مرسته د سډني ښار ونسینټ روغتون ته انتقال کړ. د روغتون ویاند په وینا د نوموړي روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی.
د روغتون ویاند زیاته کړه چې د فلپ سر يي عملیات کړی خو سربیره پر دې بیا هم د نوموړي په روغتیايي حالت کې کوم بدلون نه دی راغلی او راتلونکی ۲۴ څخه تر ۴۸ ساعتونو پورې ډیر مهم گڼل شوی.
استرالیايي کرکټ بورډ مشر ویلي چې د فلپ هیوجز د روغتیا لپاره به ټول ممکن لارې استعمال کړي او هیله يي څرگنده کړه چې نوموړی زر تر زره روغ او د کرکټ لوبډلې برخه وگرځي.