افغانستان

روزګان: په چاودنه کې د محلي پولیسو پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

maleshaپه ارزګان ولايت كي د محلي پوليسو پر موټر د ماين د چاودني له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښتله.
د ارزګان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمومو په وړاندي د مبارزي مدير سمونوال ګلاب خان  وايي چي په چهارچينو ولسوالۍ كي پر محلي پوليسو د چاودني له امله دري تنه محلي پوليس وژل سوي او دوه نور ټپيان دي .
ګلاب خان زياتوي چاودنه د سړك پر غاړ د ځاى پر ځاى سوي ماين له امله رامنځ ته سوي چي رنجر موټر يي هم په بشپړ ډول ويجاړ كړى دى .
ددې پېښي  مسئوليت تر اوسه كومي ډلي په غاړه ندي اخېستي.

اسد الله زړه سواند- کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x