ورزش

افغان لوبډله د نیوزیلینډي توپ اچونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان ملي او نیوزیلینډ الف لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې نیوزیلینډ الف لوبډلې افغانستان ته په ۱۰۵ منډو ماتې ورکړه.

دغې لوبې پچه نیوزیلینډ الف لوبډلې لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. نیوزیلینډ لوبډلې د افغانستان غوره توپ اچونې له امله یوازې ۲۰۴ منډې جوړې کړې او ۲۰۵ منډو هدف يي وټاکه.

نیوزیلینډ لپاره غوره توپ وهنه انټن ډیوسیک ۵۵، میک کلم ۴۴ او ډي گرانډ هوم ۳۴ منډو جوړولو سره وکړه.

افغانستا لپاره دولت ځدران، محمد نبی عیسی خیل او عزت الله دوه دوه ویکټې واخیستې. دولت ځدران خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۹ منډې ورکړې.

افغانستان توپ وهنه له پیل څخه ډیره زیاته خرابه وه او پیاوړي توپ وهونکي هم په منډو جوړولو بریالي نه شول. افغانستان د لوبې په ۳۸.۵ اورونو کې یوازې ۹۹ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ او دغه لوبه يي د ۱۰۵ منډو په توپیر وبایلله.

دغه لوبه کې میرویس اشرف ۳۰ او افسر ځاځۍ ۲۱ منډو جوړولو سره د افغانستان لپاره غوره توپ وهونکي ثابت شول.

د نیوزیلینډ لپاره میلس ۳، میک کلینگان او بریسویل دوه دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x