شعـــــرونه

زړه مې مات شوی دی ارمان نلـري

شعر — نوید عمرخیل

پرهــــــــر ژور دیه درمـــان نــلري
زړه مې مات شوی دی ارمان نلـري

لاس مې رسیږي خو چې څه پرې وکړم
دغه ظالم دښمن ګریوان نلري

هغه چې زمونږه په درد نه دردیږي
خدایږو هغه خلک ایمان نلري

لېوان وزرونه وکړي دلته راشي
پرسر مو ګرځی هیڅ پیمان نلري

څوک مو تړي د اسارت په تړون
څوک راته وایي چې تاوان نلري

څنګه خاموش څنګه غمجن دی کلی
لکه چې دا کلی هیڅ ځوان نلري

تر خاورو لاندې شول خو خاوری نشول
دا ځانګړتیا یې درست جهان نلري

په ځمکه تنګ یم خو له مرګه پرته
ژوند کومه لاره تر اسمان نلري

په منصوري سفر چې ځی نویده!
پرته له داره کوم پایان نلري

(نوید عمرخیل)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x