افغانستان

طالبان وايي د پکتیکا پېښه غندي، عاملینو د موندلو او محاسبه کولو لپاره یې پلټنې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د پکتیکا وروستۍ خونړۍ چاودنه چې شاوخوا ۶۰ تنه ملکیان او سیمه ییز پولیس په کې ووژل شول، په کلکو ټکو غندلې.

طالبانو نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی سیمې ته د تحقیقاتو لپاره پلاوی استولی و څو د پېښې اصلي عاملین پیدا کړي.

دوی زیاتوي چې دوی لا نه دي توانیدلي څو اصلي عاملین پيدا کړي خو د دوی هڅې به روانې وي څو هغه کسان چې په دغه پېښه کې يې لاس درلود د شریعت له مخې محاسبه کړي.

طالبانو ډاډ ورکړی چې د دوی ملګري د اسلامي امارت د جهادي لایحې، د دوی د مشر ملاعمر د فرمانونو او همدا رنګه د ملکي تلفاتو د مخنیوي د ادارې لا لارښونو سره برابر تنظیموي خو کوم بریدونه چې د دوی د اصولو خلا د نامسوولو کسانو له لورې ترسره کیږي دوی ترې بیزاري اعلانوي.

طالبانو همدا راز د پکتیکا په پېښه کې وژل شوو ملکيانو د کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ژمنه يې کړې چې د پېښې په اړه به څېړنو ته دوام ورکوي، د پېښې اصلي عاملین به پيدا کوي او له شریعت سره سمه محاسبه به ورسره کوي.

د پکتیکا د پېښې پر سبا د ملي امنیت ریاست د برید پړه د طالبانو یوې ډلې چې د روس او امریکا پر ضد ستر جهادي قومندان جلال الدین حقاني ته منسوبه ده واچوله. طالبانو د ملي امنیت دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د دوی ټول بریدونو له شرعي موازینو او د اسلامي امارت له اصولو سره برابر تنظیمیږي.

« داچې د کابل ادارې د استخباراتې دستګاه لخوا له موقع څخه په استفاده دا برید د اسلامي امارت په خاص ډول د حقاني صاحب اړوند مجاهدینو کار وبلل شو موږ دا خبره په کلکه ردوو، مخکې مو يادونه وکړه ټول هغه بریدونه چې د امارت د نظامي مشرانو لخوا يي پلان طرحه کیږي د اسلامي امارت له اصولو او له شرعي موازینو سره برابر تنظیميږي، خو د پکتيکا پيښه له ټولو موازینو سره په ښکاره تضاد کې ده او د اسلامي امارت هيڅ مجاهدهم داسې کارته اجازه نه ورکوي او نه هم دهيڅ کوم مجاهد لپاره د تاييد وړده.»

طالبانو د پکتیکا پر وروستۍ چاودنه غمرازي ښولې او ویلي یې دي چې دوی تر هر چا ډیر غمجن دي. «دښمن د دغه ناورین څخه سوء استفاده کوي او د دوی پر ضد تبلیغاتو ته دوام ورکوي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x