افغانستان

عاجل خبر: ددفاع په وزارت کې دننه جګړه روانه ده

kabul_22له کابل نه په ورکړل شويو خبرونو کې ویل شوي چې ددفاع په وزارت کې دڅو تنو وسلوالو له لوري پیل شوې جګړه لا روانه ده .

له سیمې نه وروستي رارسیدلي خبرونه وايي چې ددفاع وزارت په ودانۍ کې دننه د درنو چاودنو او ډزو اوازونه اوریدل شوي .

 

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدرسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې دپیښې پړه پر غاړه اخیستې.

مجاهدزیاتوي ،(مجاهدین ددفاع وزارت ودانۍ ته دخپل پلان شوي تکتیک لمخې له خپلو سپکو او درنو وسلو سره دموانعو په لری کولو سره ننوتل او له داخلیدو سره سم یې په ودانۍ کې پر میشتو کسانو یې ډزې پیل کړې ، وروسته یو تن مجاهد هغه تالار ته نژدې ځان ورساوه چې پکې دامریکايي جنرالانو ،دفرانسې دفاع وزیر او دګوډاګۍ ادارې ددفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو ترمنځ مجلس روان وو ،خبر زیاتوي دغونډې پر مجلس ځاي هم دسپکو وسلو مسلسلې ډزې شوي .

په پېښه کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو دتلفاتو دقیقه شمیره تردې دمه نه ده په ډاګه شوې .)

دپېښې له ځایه عیني شاهدانو ویلي ، دپېښې ځاي ته زیات شمیر امبولانسونه تګ راتګ کوي ،دمړو او ټپیانو په انتقال بوخت دي .

نن تکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x