لس میلیونه یورو راکړئ که نه ایبولا خپروو

نن ټکی اسیا (چهاشنبه، لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): ایبولا یو خطرناک وژونکی ویروس دی چې تر اوسه پورې يي په لویدیځه افریقا کې ۵۰۰۰ کسانو ژوند اخیستی او نور ټوله نړۍ يي هم وارخطا کړې.

ایبولا ناروغي د ۲۰۱۳ز کال دسمبر په میاشت کې پیل او په چټکۍ سره لایبیریا او سیرالیون هیوادونو ته خپره شوه. نړیوال روغتیايي ادارې راپورونو پر بنسټ د اکتوبر ۲۹مې پورې ۱۳۵۶۷ کسان په دغه ویروس اخته شوي چې د هغوې له جملې څخه تر اوسه ۴۹۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغه ناروغي په ډیره چټکتیا سره له یو کس څخه بل کس ته انتقالیږي چې له همدې ویرې خلک ځان له ایبولا ناروغانو څخه لرې ساتې او د دغې ناروغی له امله له منځه تللي کسانو جنازه هم نه کوي.

په دې وروستیو کې یوې ډلې ددې هڅې پیل کړي چې له ایبولا ویروس څخه گټه واخلي. دغه ډله د چیک جمهوریت اوسیدونکي دي او حکومت ته يي گواښ کړی که چيرې حکومت دوی ته ۱۰ میلیونه یورو ورنکړي نو دوی به دغه هیواد کې د ایبولا ویروس خپره کړي.

دغه ډله «بانډ اسټایل» نومیږي او خپل دغه پیغام يي د انټرنیټ له لارې د دولت چگپوړو چارواکو ته رسولی او گواښ يي کړی چې که چیرې د دوی دغه غوښتنه ونه منل شي نو دوی به د دغه هیواد په پلازمینه پراگ او نورو ښارونو کې د ایبولا ویروس خپره کړي.

بانډ اسټایل ډلې ویلی که چیرې حکومت د دوی ځواب ورنکړي نو دوی به د فیسبوک او ټویټر له لارې عامو خلکو ته دغه خبر ورسوي او هغوی ته به وښيي چې حکومت د عامو خلکو پرواه نه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د