افغانستان

رویټر: امریکا په افغانستان کې تر پخوانۍ پرېکړې زیات سرتېري پرېږدي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): رویټر خبري آژانس راپور ورکړی چې متحد ایالات پلان لري چې په افغانستان کې د پخوانۍ پرېکړې پر خلاف زیات سرتېري پرېږدي.

تېره مۍ میاشت کې بارک اوباما اعلان کړی و چې په افغانستان کې به له ۲۰۱۴ وروسته ۹۸۰۰ سرتېري پرېږدي، چې د ۲۰۱۵ تر پایه به نیمايي شي او ۲۰۱۶م کاله پورې به یې شمېر دومره کم شي چې یوازې به په کابل کې د امریکايي سفارت د ساتنې دنده پر غاړه لري.

رویټرز خبري آژانس دا وروستی بدلون له یو لړ داسې سرچینو څخه اخلي چې نوم یې نه دی ذکر کړی.

دا سرچینې وايي چې دا سرتېري ځکه زیاتېږي چې د ناټو د هغو غړیو هېوادونو کمی پوره کړي چې له ۲۰۱۵م کاله وروسته به له افغانستانه وځي.

سرچینه زیاتوي چې له پخواني پلانه به د څو سوو په اندازه د سرتېرو شمېر زیات وي.

سرچینه وايي: «که دوی داسې نه وای کړي؛ نو زموږ ماموریت به اډې له لاسه ورکړې وې».

سرچینه زیاتوي چې که د ناټو نورو غړیو هېوادونو سرتېرې پرې نه ښودل؛ نو امریکا چمتو ده چې تر ۱۰۰۰ اضافي پوځیان پرېږدي.

دغو سرچینو چې دا خبر رویټرز ته ورکړی دا یې هم ویلي چې دا شمېره لا هم تر بحث او خبرو اترو لاندې ده.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو شته ویاندویانو د ځواکونو د شمېر پر دې زیاتوالي تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې. د امریکایانو مخالفو وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

د افغانستان په تړاو د امریکا دریځ داسې مهال بدلېږي چې تېره میاشت یې له کابل سره امنیتي تړون هم لاسلیک کړ چې له مخې به یې تر ۲۸۰۰ پورې امریکايي پوځیان په نهو اډو کې په افغانستان کې غیرمحاربوي ماموریت لري؛ خو دوې ورځې مخکې د اوباما پټ فرمان کې راغلي چې امریکايي پوځیان به بیا جګړې ته راګرځي.

نوی ګډ افغان حکومت هم د حامد کرزي پرخلاف د امریکا د نویو جګړه‌ییزو پرېکړو پخلی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x