پروان: په چاريکار کې خونړی لار يون روان دى
د بهرنيو قواوو لخوا د پنځو تنو ديني عالمانو د نيولو وروسته د پروان ولایت په چاریکار کې د تاوتريخوالي ډک لار يون روان دى.
د تفصیلاتو سره سم بهرنيو قواوو د ولايت د مرکز چاريکار په يوه اړونده سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې پنځه (5) تنه ديني عالمان ونيول چې نن سهار یې د پروان زرګونو تنو اوسيدونکو د ديني عالمانو د نيولو په غبرګون په چاريکار کې قهرجن لار يون پيل کړ.
لاريون کوونکي خورا په قهر دي ، هغوى د بهرنيو قواوو او نړيوالى ټولنې پر ضد شعارونه ورکوي او د نيول شويو ديني عالمانو د زر تر زره خوشې کولو غوښتنه کوي.
نور تفصیلات به یې وروسته پر لیکه شي..