افغانستان

ګارډين: بې پيلوټه الوتکې د يو وسله وال لپاره ۲۸ ولسي وګړي وژني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه ۱۳۹۳ل): د برتانيا د بشري حقونو څارونکې مؤسسه وايي، چې امريکایي بې پيلوټه د يو وسله‌وال د وژلو لپاره اته‌ويش بې ګناه ولسي وګړي وژني.

د برتانيا د بشري حقونو څارونکې ډلې د برتانيا «ګارډين» ورځپاڼې ته ويلي، چې د تېرو لسو کالو په ترڅ کې د ۴۱ وسله‌والو قوماندانانو او مشرانو د وژلو په موخه امريکايي بې پيلوټه بريدونو کې۱،۱۴۷ ولسي وګړي وژلي دي.

امريکايي چارواکي خپل ولس او نړيوالو ته وايي، چې دوی بې پيلوټه بريدونه په ډېر دقت کوي او رښتيا خبره دا ده، چې د دوی دقت يوازې او يوازې د جاسوسانو معلومات وي او د دوی ټوله تکيه هم د جاسوسانو پر خبرو وي.

د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د وژنو د څېړنيز راپور جوړوونکړي مشر جينيفر ګيبسن وايي، چې د دوی د سروې له مخې ثابته شوې، چې امریکايي بې پيلوټه د يو وسله‌وال مشر د وژلو لپاره لږ تر لږه د ښځو او ماشومانو په ګډون اته‌ويشت ولسي وګړي وژني.

د تېرې يوې لسيزې راهيسې، چې امريکا په افغانستان، پاکستان، سومال، يمن او افريقايي هېوادونو کې بې پيلوټه بريدونه پيل کړي، تر اوسه يې زرګونو بې ګناه ولسي وګړي وژلي، مګر امريکايي چارواکي اوس هم دا نه مني، چې دوی ولسي خلک وژلي دي.

۲۰۱۳م کال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري بي بي سي سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې دوی د ډرون بريدونو په اړه ډېر جدي دي او تر څو يې چې يو ستر هدف په دقت سره نه وي په نښه کړی، دوی هغه ځای بې پيلوټه بريد نه کوي، مګر د برتانيا د بشري حقونو څارونکې ډلې وروستۍ احصايې وايي، چې امريکا د يو وسله‌وال مشر لپاره په لسګونو، بلکې کله ان سلګونو بې ګناه انسانان هم وژني.

ګارډين ورځپاڼه د جينيفر ګيبسن له قوله ليکي، چې بې پيلوټه بريدونه د خپل هدف په نښه کولو کې پاتې راغلي؛ ځکه چې امريکا له تېرو اتو کالو راهيسې څو ځله د القاعده د مشر ډاکټر ايم الظواهري د وژلو په موخه لسګونو بې پيلوټه بريدونه وکړل او تر اوسه يې لسګونو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې، مګر ايمن الظواهري لا هم ژوندی ګرځي.

۲۰۰۶م کال کې، چې امريکا پر ايمن الظواهري بې پيلوټه برید وکړ، نو د ۷۶ماشومانو په ګډون پکې ۲۹ سړي او ښځې وژل شوي وو.

۲۰۰۸-۲۰۱۰م کاله پورې امريکا څلور ځله پر ايمن الظواهري راکټي بريدونه وکړل، مګر، نوموړی له څلورو واړو بريدونو روغ وتلی او دغو څلورو واړو بريدونو کې د ديارلسو ماشومانو په ګډون ۱۲۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.

راپور کې راغلي، چې سي ای اې د ۲۴ شکمنو وسله والو د وژلو لپاره د ګڼو بې پيلوټه بريدونو په نتيجه کې ۸۷۴ ولسي وګړي وژلي، چې ۱۴۲ يې ماشومان وه.

يمن کې د ۱۷ وسله‌والو د وژنې لپاره امريکايي بې پيلوټه الوتکې لږ تر لږه ۲۷۳ ولسي وګړي وژلي دي.

سي ای اې تر اوسه د ۴۱ د طالبانو او القاعده د لوړپوړو مشرانو د وژلو ادعا کړې، مګر ازادو سرچينو د سي ای اې دعوه نه ده تاييد کړې، ځکه چې سي ای اې د ځينو کسانو د مرګ خبر تکراري هم خپور کړی او ځينې نور يې وژل شوي نه دي، مګر د جاسوسي شبکو له سترګو يې ځانونه پټ کړي دي او يو شمېر خو يې داسې خلک هم دي، چې په طبعي مرګ مړه شوي او سي ای اې وايي، چې ډرون کې وژل شوي دي.

سي ای اې په خپلو راپورونو کې منلې، چې د خپلو قوي هدفونو په موخه يې ۳۳ بې پيلوټه بريدنه کړي، مګر له څېړونو وروسته ثابته شوې، چې دغو بريدونو کې لږ تر لږه ۹۴۷ولسي وګړي وژل شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو د ستراتيژيکو څېړونو مرکز په خپل تازه راپور کې ويلي، چې يوازې په افغانستان او عراق کې د اوباما پر لاسو د لاسليک شوو پنځه سوو بې پيلوټه بريدونو ۳،۶۷۴ ولسي وګړي وژل شوي دي.

بې پيلوټه بريدونه د سي ای اې او سپينې ماڼۍ له خوا په ډېره پټه ترسره کيږي او د برتانيا د بشري حقونو ټولنه وايي، چې دوی هڅه کوي، چې په دې اړه نورې پلټنې هم وکړي، ځکه چې دا هڅې يې لا هم نيمګړې دي.

د برتانيا د بشري حقونو د څار ټولنې مشر جينيفر ګيبسن وايي: «د امريکا ولسمشر بارک‌اوباما بايد خپل ولس او نړۍ ته د بشري ارواوو په اړه رښتيا ووايي»

جينيفر ګيبسن زياتوي «که امريکايي حکومت هم په دې نه وي پوه، چې د دوی بې پيلوټه بريدونه تل بې هدفه روان دي او د خپلو موخو پر ځای ولسي وګړي وژني، نو موږ په دې پوه شو، چې موږ خپل امنيت په خپله خرابوو او ځانته په لوی لاس خلک راپاروو»

بهرني عسکرو پرېکړه کړې، چې د جګړې ډګر ته د ورتلو پر ځای به له خپلو اډو پر مخالفو وسله والو او شکمنو مخالفينو بې پيلوټه بريدونه کوي.

څو ورځې وړاندې غربي رسنيو د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي و، چې تېرو لسو کالو کې به يې افغانستان کې هره مياشت شاوخوا ۱۳۶ بې پيلوټه بريدونه کول او اوس چې ايساف عسکر د جګړې له ډګره راوځي، نو دوی خپل بې پيلوټه بريدونه نور هم زيات کړي.

نيويارک ټايمز د سي ای د چارواکو له قوله ليکلي، چې له دې وروسته به د بې پيلوټه بريدونو شمېر د مياشتې تر ۴۵۰ پورې لوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x