افغانستان

د پښتو ژبې وتلی سندغاړی استاد ګل زمان د خپل مړیني اوازې رد کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه ۱۳۹۳ل): نن د پښتو ژبې وتلی سندرغاړی استاد ګلزمان د مړیني خبر ورکړه شو، او داسي ویل کیدل چې نوموړي د پنځه اويا کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

خو ددې خبر د انتشار وروسته نوموړي د ځینو رسنیو سره اړیکه نیولې، او ویلي چې جوړ او روغ دی، او نن د روغتون څخه د وتلو اجازه ورکړه شوې.

د نوموړي د مرګ خبر لومړی په ټویټر کې ځینو افغان ژورنالیستانو ورکړ، او له هغه وروسته استاذ ګل زمان د سپوږمۍ راډیو سره اړیکه نیولی، او خپل د مرګ خبر یی نا سم بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انصار

بس الله یی دی و بخشی، د فساد لویه منبع وه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x