افغانستان

ورځپاڼه: برتانوي خره په افغانستان کې جګړه بایلي

soldierنن ټکی آسیا: د برتانوې په فوج کې یو لوړ رتبه افسر برتانیا په افغانستان کې د جګړې په بایللو ګواښلې، ځکه چې دده په وینا فوځي قوماندانان ددې پر ځای چې طالبانو ته شکست ورکړي، د خپلو فوځیانو د ساتني ډېر فکر لري..

نومړي خپل په هغه څرګندونو کې چې د برتانوي عسکرو تګ لاره په کښي غندل شوې،

ویلي چې هغه برتانوي سرتیري چې 110 فاونډه عسکري سامان او الات یې په شا کړي وي، هغه به د وسله والو په ضد څه جګړه وکړي..

برتانوي ورځپاڼي لیکلی چې دغه افسر خپل په یوه تازه مقاله کې چې د عسکرو په یو پټه مجله کې نشر سوې ویلي، چې هغه برتانوي فوځیان چې طالبانو د (خرو) لقب ورکړی، اوس په خپل استراتیجی حرکاتو کې پاته راغلي، ځکه چې د جګړې میدان ته یې درانه بارونه په شا کړي وي، نومړي زیاته کړه چې له همدې کبله زمونږ ځمکني فوځ ته دا ناشوني خبره ده چې د دښمن سره مخامخ شي، ځکه چې مخالفین د خپلي ناداری له وجي په چټکتیا سره خپل حرکت کوي، او ځایونه بدلوي.

افسر نور ویلي چې د څلورو ساعتونو د عادې ګزمې وروسته د یو عسکر لپاره دا ډېره سخته وي چې هغه دي اساسي تکتیکي احکام هم صادر کړي، ځکه چې ټوله عقلي او بدني توانايي یې مخکي لا له لاسه وکړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x