ورزش

کرکیټ: د نن ورځي درې نړیوالې لوبي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه ۱۳۹۳ل): نن د کرکټ په نړۍ کې درې مهمي نړیوالي لوبي کیدونکي دي، چې دوې یې یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبي، او یوه یې ټیسټ لوبه ده.

لومړی لوبه د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ د افغانستان په وخت په لس نیمي بجې پیلیدونکې ده، د دواړو هیوادونو تر منځ دا دریمه ټیسټ لوبه ده چې په متحده عرب امارتو کې تر سره کیږي.
ننۍ لوبه د متحده عرب اماراتو په شارجه ښار کې تر سره کیږي.
باید وویل شي چې په تیرو دوو ټیسټ لوبو کې پاکستان یوه لوبه ګټلې، او بله یې مساوي کړې ده، چې په دې توګه د دریو ټیسټ لوبو په لړۍ کې پاکستان یو سفر برتري لري.

د تیري لوبي تفصیل لپاره دلته کلیک وکړئ.

اپډیټ: دا لوبه پیل شوې، په لاندي ویډیو کې په ژوندۍ بڼه کتلای شئ:

https://www.youtube.com/watch?v=6-c6Zq7BfyU

دوهم لوبه د بنګلادیش او زمبابوي د ملي لوبډلو تر منځ تر سره کیدونکې ده، دغه لوبه چې یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه ده، د بنګلادیش هیواد د میرپور په کرکټ لوبغالي کې به تر سره شي.

زمبابوي چې دا وخت په بنګلادیش کې په په پنځه لوبو کې د کوربه هیواد سره سیالي کوی، تر اوسه یې یوه لوبه هم نه ده ګټلې، او په دې توګه کوربه هیواد بنګلادیش ته د پنځه لوبو څخه دوه صفر برتري حاصله ده، او که یی ننۍ لوبه هم وګټل، نو دا لړۍ به د بنګلدیش په نوم سي.

د یادوني ده چې دواړه هیوادونه ددې تر مخه ۶۱ ځله سره مخامخ شوي، چې بنګلادیش ۳۲ او زمبابوي ۲۹ لوبي ګټلي دي.

ددواړو هیوادونو تر منځ د وروستۍ لوبي راپور دلته لوستلای شئ

دریمه لوبه:

د نن ورځي تر ټولو مهمه لوبه د انګلیند او سیرلانکا تر منځ یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه ده، چې د سیرلانکا په پلازمینه کولمبو کې به تر سره شي.

ددواړو هیوادونو تر منځ به د نن څخه شروع بیا تر ۱۶ دیسمبر پوري د اوو (۷) یوه ورځنیو لوبو لړۍ وشي، که هر اړخ څلور لوبي وګټلې ، نو لړۍ به د هغه په نوم شي.

د سیرلانکا د کرکټ مینه وال دغه لړۍ ته ډیر خوشحاله دي، او په بې صبري سره د خپلي لوبډلي بریا ته په انتظار دي.

باید وویل شي چې ددغو دوو هیوادونو تر منځ د لوبو دغې لړۍ ته په دې وجه هم اهمیت ورکول کیږي، چې دواړه هیوادونه په خپل منځي لوبو کې سر په سر برابر دي، دواړو اړخونو یو د بل سره ۵۶ یوه ورځنۍ لوبي کړي، او دواړو ۲۸ ، ۲۸ لوبي ګټلي.
په نړیوال درجه بندي یا رینکنګ کې هم دواړه سره پسې دي، سیرلانکا څلورم او انګلینډ ۵ مقام لري.

د یادوني ده چې دا لوبه د افغانستان په وخت په یوه نیمه بجه پیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x