افغانستان

كندهار: د ترنک په فارم کي به د کرهڼي تحقيقاتي انسټيټيوټ جوړ سي

Tarnak_Farms_Kandaharد کندهار ولايت د ترنک په فارم کې د جنوبي زون په کچه د کرهڼې د تحقيقاتي فارم د جوړولو خبر ورکړی دی.

د ترنک کرهيڼيز فارم د کندهار د ښار په جنوبي برخه کې موقعيت لري چې شا او خوا ديرش کاله دمخه جوړ شوې ؤ خو پدې وروستيو جګړو کې له کاره ولويد چې د کندهار چارواکو د نوموړي فارم د يو ځل بيا فعالولو خبر ورکړ.

دغه اعلامیه چې نن ټکی آسیا تر لاسه کړې په لاندې ډول ده:


د ترنک په فارم کي به د کرهڼي تحقيقاتي انسټيټيوټ جوړ سي

د کندهار په ترنک فارم کي به د سهيلي زون په کچه د کرهڼي تحقيقاتي فارم جوړ سي چي شريکان به يې د پوهني، کرهڼي او مالدارۍ او د کليو او پراختيا وزارتونه وي.

په همدې موخه نن له غرمې وروسته د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار  کي پراخه غونډه جوړه سوې وه چي پکښي کندهار والي، د والي مرستيال،  د ترنک فارم ، کرهڼي، ښووني او روزني او کليو پراختيا رياستونو رئېسانو او د کندهار ولايتي بيارغوني ټيم PRT  مرستيال او استازو برخه اخستې وه.

ياد انسټيټيوټ چي تر ٢٠١٣ ميلادي کال پوري به ورغول سي پکښي به د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو لپاره ځانګړي تحقيقاتي ماشينونه نصب سي او د عملي تطبيقاتو لپاره به د کندهار يو شمېر ولسوالۍ د نمونې په توګه انتخاب سي.

ددغه انسټيټيوټ کار به په دوو مرحلو کي سرته ورسيږي او ټولټال به پرې ١٧ ميليونه امريکايې ډالر ولګيږي چي له لومړۍ مرحله کي به يې تحقيقاتي کار او په دوهمه مرحله کي به يې د انستيتيوت لپاره تعمير جوړ سي.

د کندهار د ولايتي بيارغوني ټيم PRT استازي وويل چي ددغه تحقيقاتي انسټيټيوټ د جوړېدني پرمهال به دوى د پوهني د رياست سره په ګډه باندي يو روزنيز کورس هم په لاره واچوي څو په دې مرکز کي د کارکوونکو ظرفيتونه لوړ سي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل چي دوى وړاندي هم د هيواد او هم د ولايتونو په کچه دې ورته مرکزونه درلودل چي پکښي د ١٢ ټولګيو فارغينو او د پوهنتون محصلينو د کرهڼي په برخه کي تجربې کولې او خپل مهارتونه يې لوړول.

هغه وويل اوس چي د کندهار په ترنک فارم کي دغه ډول انسټيټيوټ جوړيږي اړينه ده چي د ظرفيت لوړوني د پروسې لپاره سر له اوسه  هغه کسان معرفي او وروزل سي تر څو په راتلونکي کي نورو کسانو ته روزنه ورکړي اود کندهار لپاره چي يو کرهڼيز ولايت دى مثبته نتيجه ولري.

والي زياته کړه چي چي بل مجلس ته به ددې پروژې د ښه تطبيق او همږغۍ په خاطر د معارف، کليو پراختيا او کرهڼي وزارتونو څخه يو حيئت را وغواړو او تر هغه وروسته به عملي کار پيل کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x