افغانستان

کندهار: په پنجوايي کې دوې ښوونځی یو ځل بیا پرانيستل شوي دي

kandahar_schoolنن ټکی آسیا: د کندهار په پنجوايی ولسوالۍ کې د څلور کلونو راهیسی بندي دوې ښونځي بیا د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شولې.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، چې یوه ښوونځی د صلاوات او بله د صالحانو په سیمه کې پرانيستل شولې.. چې د څو کلونو راهیسي د جلا جلا املونو څخه بندي پاتي شوې وي.

د اعلامیې پر اساس ویل شوي چې دصلاوات په ښوونځی کې درې سوو تنو زده کوونکو ته د پنځو (5) ښوونکو له خوا زده کړى ورکول کيږي  او د صالحانو په ښوونځي کې پنځه (5) ښوونكي يو سل او پنځوس (150) تنو زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.

اعلاميه وايي چې د صلوات د ښوونځي ودانۍ د ښوونې د رياست د انکشافي بوديجې څخه د يو ميليون افغانيو په لګښت رغول شوى خو د صالحانو د ښوونځي زده کوونکي لا هم په خيمو کې خپلې زده کړې پر مخ بيايي.

سرچينې زياته کړې د ښوونې رياست په پام کې لري چې د دې ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړي .

ويل کيږي چې په راتلونکو دوه اونيو کې به په نوموړې ولسوالۍ کې پنځه بابه نور تړلي ښوونځي هم پرانيستل شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x