افغانستان

نعیم مومن: په كندهار كي د دولت ۶تنه مخالفين نيول سوي دي

naeem_mominدكندهار ولايت دملي امنيت چارواكي وايې چي په كندهار ښاركي د دوي دځواكونو دعملياتو په ترڅ كښي يې شپږتنه د دولت مخالفين  او په زياته اندازه وسلي د ښار په بيلابيلو برخو كښي نيولي دي .

د يك شنبي په ورځ د كندهار دملي امنيت رئيس جنرال محمد نعيم مومن خبريالانو ته د دوي لخوا د تر سره سوو عملياتوپه ترڅ كي

په كندهار ښار كښي دوسلوالو طالبانو دغلچكي بريدونو د ډلي دمشر ملاخيرالله اخند او دهغه دملگري نجيب الله  د نيول كېدو خبر ور كړ ،

نوموړي همدارنګه زياتوي چي د دوي سره يې   دوه ميله كلاشينكوفونه،دوه ميله راكټ انداز ، يوصندق دكلاشنيكوف مرمي ،څلور عدده دكلاشينكوف شاجورونه، څلور عد ده لاسي بمونه، يوصندق دفي كا ماشيندار مرمي ،شل عد ده برقي فټاكي  او همدارنګه ورسره يو شمېر مهم اسناد هم نيول سدي او دا هم ترې نوري پلټني هم رواني دي.

اسدالله زړه سواند:كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x