نظــر

غلام پارلمان د غلامی تړون بیا لاسلیک کړو

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

زمونږ په ګران هیواد کی د غلامی تړونونو لاسلیکول نه نوی خبره او نه لمړی ځل دی چه غلام کرزی ، غلام ع او غ  او غلام پارلمان یی لاسلیک کوی
لمړی ځل   جرمنی کی زمونږ د غلامی ټړون لاسلیک شو چه له امله یی دغه بی کفایته او فاسده  غلامه اداره په مونږ وتپل شوه

دوهم ځل   دوه کاله مخکی لمړی متفکر ( جلالتماب کرزی ) بی لوستلو د غلامی هماغه تړون نیمه شپه بیا لاسلیک کړو وایی (  پردی مزدور سهار وختی پاڅیږی ) خو کرزی بیچاره یی له وختی هم وختی پاڅولو

دریم ځل   د لمړی متفکر کرزی په ابتکار ( د لوی جرګی په نوم ) هماغه د غلامی تړون د  پارلمان همدغه اجیرو وکیلاتو لاسلیک کړو
څلورم ځل  دوهم او دریم متفکرانو ( ع او غ ) یا په یوه ارګ کی دوه جمهور ریسانو د خپل جمهوری ریاست په دوهمه ورځ  د غلامی هماغه تړون لاسلیک کړو چه د مظلوم اولس قاتل دوستم هم ورسره ملتیا درلودله او لاس لیک هم د دریم متفکر ( اثمر کافر) په واسطه ترسره شوچه د افغانستان دریم ریس جمهور به وی
پنځم ځل  د پارلمان چرګی بیا  د استعمار په هماغه هګیو کیناستلی چه د کرزی په دوره کی یی هم خولولی وی هماغه څلور ځلی لاسلیک شوی د غلامی تړون یی بیا او بیا لاسلیک کړو ؟؟؟؟

د پرونی او نننی استعمار ترمنځ  توپیرونه
لمړی : تر ټولو لمړی عمده توپیر یی دا چه پخوا به له یوه ډيره استعماری طاقتونو شتون او خپلو کی به یی سره سیالی او دشمنی درلودلی  دی کار استعمارګرو ته ډير تاوان او  مظلوم بشریت ته یی  ګټه لرله ،  له بده مرغه  د اسراییلو په مشری او ابتکار  اوس له ټولو یو نړیوال استعمار جوړ شوی دی
دوهم : بل لوی توپیر دا چه پخوا به استعمار په مستعمره هیواد کی دایمی فزیکی حضور درلود ، ولی نننی نړیوال استعمار په مستعمره هیوادونو کی له مهارولو وروسته فزیکی حضور نه غواړی و لری په ځای یی د هغه هیواد بی ضمیره ، بی کفایته او بی کیفیته غلامان نمایندګی کوی
دریم : پخوانی متعددو استعمارګرو به په وچ زور فقیر هیوادونه مستعمره او اداره کول ،ولی نننی  استعمار له ( وویشه حکومت وکړه ) یعنی له ټوللنیزی تعصباتو ګټه پورته کوی او هم پکی نوی الحادی ایزمی ګوندونه ورټومبی او  هلته یی چارواکی کوی
څلورم : پخ پرونی استعمار به د مستعمرو د زمکی لاندی او باندی پانګی لوټولی ، مګر اوسنی استعمار یی په ځای طبقاتی ټولنی جوړوی   یعنی د ګوتو په شمار غلام چارواکی بیلونران جوړوی او نور عوام د فقر له کچی هم ښکته کوی چه د ژوندی پاتی کیدلو د پاره دغه غلامانو ته اړه ولری ، د زمکی لاندی او باندی پانګی هم د هغه چارواکو سره په شریکه لوټوی
پنځم : پرونی  استعماربه د مستعمره اولسونو په دین او فرهنګ توهین او تمسخر کولو  ولی نننی استعمار یی په ښکاره درناوی او حتی ځینی دینی او قومی مشرانو ته یی دندی او معاشونه ورکوی  چه د فتوو د پاره تری استفاده وکړی ، هلته  د دیموکراسی شیطانی دین او غربی فرهنګ خپروی . چه د خلکو د خپلواکی او جهاد روحیه  کمزوری کړی
شبږم : پرونی استعمار ځینی به د  مستعمره هیوادونو داخلاقو او عنعناتو د تاثیر لاندی راتلل چه له امله به یی ځینو د هغه هیواد دین او ایین ومنلو او د هغه هیواد په دایمی شهریت  په تر لاسه کولو به یی ویاړنه کوله ، مګر نننی  استعمار  د مستعمره هیوادونو د دین او ایین اخلاقی ستنی له بیخه باسی او په ځای یی د بی بندوباره ازادی او حیوانی اخلاق حاکموی
اووم : پرونی استعمارد مستعمرو د  ټولنیز جوړښت سره دومره ضدیت  نه درلود ، ولی د نننی نړیوال استعمار ډيری هڅی او وسی دا دی چه د مستعمرو قومی ټولنیز جوړښت ویجاړ او په  یواځی والی بدل کړی ، یعنی خلک پکی د حیوانی  اخلاقو په  لرلو ، کارولو او د مادی لاسته راوړنو د سیالیو له امله   د خپل او پردی تشخیص نه شی کولی
اتم : پرونی استعمار به له فزیکی وحشت او ظلم څخه کار اخستلو مګر نننی یو خلک په مادی مسابقو عملی ماده پرست یعنی  حریصوی یی ، یو د بل سره یی په حسادت او کرکو کی اچوی ، چه په دی واسطه د خپل او پردی حق بیلونه نه شی کولی ، چه په دی واسطه له مامور تر ریس جمهوره ټول عملی ماده پرست شی ، پولیس به په پولیسی ، قاضی به په قضا او رعیت به  په شخصی تجارت کی تر خپلو  وسو خیانت کوی ، د خپل او پردی حق پیژندنه به ستونزمه او هر ډول بی عدالتو ،  فساد او جنګونو لمن به پراخه شی
د اسلام او مسلمانانو سره د استعمار  دشمنی او جنګونه په همدی چه اسلام د سولی دین او استعمار د مظلوم بشریت د غلامولو او استثمارولو پلانونه لری او د غلامولو او او استثمارولو د پاره بی عدالتیو او جنګونو ته اړه لری . د اسلام په واسطه سوله د فساد او وینو تویولو مخه نیسی  .
اسلام سوله او استعمار جنګ غواړی اسلام سوله غواړی چه ټولو خلکو ته هوساینه ، د ورورولی او امنیت ژوند په برخه شی او استعمار د نورو له ګټو استفاده کول غواړی  او دا کار هله تر سره کیږی چه هلته  د زور حکومت وی
زمونږ په ګران هیواد کی د مقاومت او استعمارګرو تر منځ جوړجاړی یواځنی لیار زور دی . که مقاومت په زور کی وو استعمار باید د تیښتی لیار غوره کړی او که استعمار په زور کی وی مقاومت باید د څه وخت د پاره چه زور پیدا کوی چوپ پاتی شی ،  دریمه لیار چه اسلام او دیموکراسی دی سره شریکه شی نیم په نیمه حکومت دی کوی داسی مثال لری لکه نارینه دی هم د ښځو په شان بچی راوړی .  ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x