دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کې (۸)

لیکوال: عبد الغفار جُبیر

لومړی دنارينه ولپاره دحجاب حکم وسو

ژباړه: (ای رسوله!) نارینه ومومنانوته ووایه چی خپل نظرپه خپل واک کی وساتی اودخپلودشرم دځایونوساتنه وکی، دادهغولپاره ډېره  پاکه کړنلاره ده، هغوی چی څه کوی الله پرې خبرېږی۔ (النور30)
دحجاب په حکم کی لومړی ونارینه ووته حکم وشوچی تاسی خپل نظرونه کښه کی اوپه واک کی ئې وساتی، هرلورته په هرچاپسی مه ګوری، چی هره ښځه تېرېږی تاسوسترګې پسې خښی کړیدی، که یوڅوک دضرورت له کبله راوځی نوهم تاسی پسې څرک یاست؛ بلکی الله جل جلاله امروکی چی ای نارینه وو، خپل ځان په واک کی کړی، ترڅودفتنې مخه ونیول شی اوپه دوهم ځل الله جل جلاله دښځودحجاب امروکی چی ښځې دی هم لوڅې بربنډې نه راوځی اوخپل حجاب دی وکی، چی مشکل ددواړولوروڅخه دفع شي
دوهم دښځولپاره دحجاب امروشو

الله جل جلاله فرمایی:
وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ ۖ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَىٰ عَوْرَاتِ النِّسَاءِ ۖ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٣١﴾
(سورت النور31 ایات)۔
اوووایه (ای محمده) ایمانداروښځوته چی پټې دی کړی له (نامحرموڅخه) سترګې خپلې اوښه ټینګ دی وساتی فرجونه سترونه خپل (دمحرماتوپه مقابل کښې) اونه دی ښکاره کوی زینت اوښایست (اوځای دښایست) خپل مګرهغه چی ښکاریږی له دغه (زینت څخه په وخت دکسب اوکارکښې) اووادی چوی ټکری(پورڼی) خپل پرګریوانونوخپلو(چی سینه ئ ښکاره نشی) اونه دی ښکاره کوی زینت ، ښایست (اوځای دښایست) خپل هیچاته مګردپاره دمړونو(خاوندانو)خپلوته یازامنواولمسیوخپلوته، یازامنودمړونوخپلوته، یاوروڼوخپلوته یاهغه چاته چی مالک شویدی (دهغه) ښې لاسونه ددوی یاهغوتابعانوته چی نه وی خاوندان
دحاجت ښځوته له سړیونه یاهلکانوهغه ته چی نه وی خبر(دوی) پراسرارودښځواونه دی وهی (داښځې) پښې خپلې دپاره ددې چی معلوم کړشی هغه څیزونه چی پټوی ئې دوی له زینت، ښایست (ګاڼې) خپلې اوراجع شی توبه وباسی تاسی الله ته ټول ای مومنانو!!!دپاره ددې چی تاسی ښېګڼه اوخلاصی ومومی( په دارینوکی)۔
((خمر))دخمارجمع ده، اووهغه ټوکرته ویل کیږی چی ښځه خُان په پټوی دبېلګې په ډول (پورڼي، نقاب، برقعه اوداسی نور۔۔۔) کله چی وښځې ته داامروشوچی خپلې سینې پټې کړې نومخ خو په طریق اولی سره پکښې شامل شو، کله چی دسینې پټول فرض شو نودمخ پټول هم پکښې راغلل۔
که تاسی غواړی چی په اسلام کی دحجاب په هکله پوره معلومات ولاسته راوړی نوتاسی کولای شی چی دشیخ الاسلام حضرت مولانامحمدتقی عثمانی مدظله العالیه لیکلی کتاب (فقهی مقالات) څلورم ټوک وګوری
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x