نظــر

له ډاکټر عبدالله نه پټ له اشرف غني سره د انجنير محمدخان تماسونه

ليکوال : م . عاصم

په نوې کابينه کې تر ټولو لوی اختلاف د دفاع وزارت په سر دی او د دغه اختلاف شاته په سيمه کې بېلابيلې استخباراتي کړۍ د بېلابيلو لورو په ملاتړ کې قرار لري.

ډاکټر عبدالله غوښتل چې دفاع وزارت ته د روسانو او هندوانو په خوښه بسم الله محمدي او يا علومي ونوموي خو د اشرف غني د ټيم له مخالفت سره مخ شوی او د دواړو ټيمونو غړو يو بل ته سپکې سپورې هم ويلې دي.

د ډاکټر عبدالله په ټيم کې د محقق ډله کوشش کوي چې جنرال مرادعلي مراد د دفاع د وزير په حیث مقرر شي دوی د ايران د استخباراتو تر سخت فشار لاندې دي او ايرانيان ترې غواړي چې د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله د ټيمونو تر منځ د اختلاف څخه په ګټې اخیستنې د دفاع وزارت ته ځان ورسوي او جنرال مرادعلي مراد د ايرانيانو انتخاب دی.

له بل لوري ترکيه ، سعودي او د پاکستان آی اس آی غواړي چې قطب الدين هلال د دفاع د وزير په توګه مقرر شي.

د کرزي د حکومت پر مهال هم پاکستان دفاع وزارت ته د قطب الدين هلال د رسولو هڅه کړې وه ، د ميرويس ياسيني او د پارلمان د څو نورو غړو په لاس يې په پارلمان کې د ډالرو په ويش دې ته زمينه مساعده کړې وه چې جنرال رحيم وردګ ايستضاح کړي.

د باوري سرچينو د معلوماتو له مخې د اشرف غني د ټيم ځینو غړو د سعودي د سفر پر مهال انجنير محمدخان دې ته هڅولی ؤ چې په کابينه کې د وزيرانو په سر د اختلاف په برخه کې له خپل اغيز نه په استفادې د ډاکټر عبدالله دريځ د اشرف غني په مقابل کې نرم کړي او هڅه وکړي چې د ډاکټر عبدالله او د ده د پنجشيري ملګرو په منځ کې درز واچوي .

سرچينه زياتوي چې  د سعودي د سفر پر مهال مولوي قاسم حليمي چې د اشرف غني لپاره يې د علماؤ په منځ کې کمپاين کاوه له انجنير محمدخان سره په دې موافقه کړې وه چې کله کابل ته ستانه شي نو يو پټ مجلس به دايروي.

کابل ته له ستنيدو وروسته قاسم حليمي ، استاد جعفر او د اشرف غني د ټيم يو امنيتي مشاور طارق عثمان له انجنير محمدخان سره د ده په کور کې پټه غونډه ترسره کړه ، په دغه غونډه کې انجنير محمدخان د اشرف غني دغو نيږدې ملګرو ته ويلي ؤ چې له ډاکټر عبدالله څخه پنجشيريان خپه دي ځکه په تاسې يې دفاع وزارت ته د دوی د خوښې کانديدان ونه شوای منلای نو دغه وخت دی چې تاسې په ډاکټر عبدالله لاس راتير کړی.ايرانيان غواړي د محقق په وسيله جنرال مرادعلی مراد دفاع وزارت ته ورسوي خو که تاسې قطب الدين هلال ته دفاع وزارت ورکړی نو سعودي ، ترکيه ، او آن امريکايان به هم پرې خوشاله شي.

سرچينه زياتوي  په دغه مجلس کې انجنير محمدخان د اشرف غني ملګرو ته د هر ډول مرستې وعده ورکړه .

ويل کيږي په دغه پټ مجلس کې د اشرف غني د امنيتي ځانګړي ټيم د استخباراتي معلوماتو په بناء انجنير محمدخان ته په ډير تاکيد ويل شوي چې په ډاکټر عبدالله د شوي بريد موخه اصلاً دی ؤ او شوری نظار غوښتل د دغه بريد په وسيله چې زمينه يې مساعده کړې وه دی (انجنيرمحمدخان) له منځه يوسي . او انجنير محمدخان ته وړانديز شوی چې که په مرکزي کابينه کې له دوی سره مرسته وکړي په ولايتونو کې به د ده پلويانو ته ډېرې څوکۍ ورکړي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په اوسني سياسي نظام او سياسي کړيو کې د وفاداريو بدلول کومه نوې خبره نه ده او کله کله د وفاداريو دغه بدلون د يوې لويې دسيسې په شکل کې هم وي او کله کله د مهمو سياسي اشخاصو د ترور او د نظامونو د نسکوريدو سبب هم ګرځيدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

داځکه چی منافق خپل عادت أوخویی په یوځای،یودریځ،یوه پالیسی،یوه خوله ،یوه زبه،أومخ نه پریږدی ،بلکی بدلوی رابدلوی یی،أوأړه وی راأړه وی ،دچاسره عهد،وعدی،أوژمنی پابندأوکیسه کی نده خپلوګټوپسی لالهاند(تُعیرالی هذه والی هذه)ګرزی،قاتلهم الله

Malim

مانډس مامد خان اودولا او دله خربکیان + د غلو ټلواله + خطا مامد + سیافوف + د پنچریانو غله او داسی نور په دولت کښی موجود ټالیبان خره جاهل دی تر څو چه په افغانستان کښی د ټالیب تخم وی خیر به هیڅ کله ونه مومی په یاد ولری که ټالیب در ته د قرانکریم ترجمه هم کوی پوهه شی چه غلطه او سانسور شوی د منافقت ترجمه کوی دا خره د پرون ورځی د فساد اساس ایښودونکی او دافغانستان بربادونکی ټالیبان دی عین لکه د نن د مفسیدو لیواطتت کارو بد کارو بی دینو منافقو ټالیبانو په شان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x