افغانستان

په فراه ولایت کې طالبانو او امنیتي چارواکو یو بل ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعا کړې

u3_Farah_province-bigنن ټکی آسیا: پرون د فراه په ولایت کې د طالبانو او پولیسو تر منځ په یوه نښته کې مرګ ژوبله اوښتې.

که څه هم د فراه څخه پولیسو ویلي ، چې په هغه برید کې چې د طالبانو له خوا پر یوه امنیتي پوسته باندي ترسره شو، یو کس یې هم نه دی ټپي شوی او نه وژل شوی دی، بلکي دوی د طالبانو دوه سرتیري وژلي دي.

مګر دطالبانو ویاند قاري یوسف له قوله ویل شوي دي،

چې په برید کې طالبانو څلور کسه پولیس ووژل، او 8 تنه یې نور ټپیان کړه، چې د پوستې قوماندان هم په کښي شامل دی.

برید چې د فراه ولایت د قلعه کاه ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې تر سره شوی، طالب ویاند ویلي چې نيژدې یو ساعت یې دوام وکړ، او دوه طالبان هم په کښي ټپيان شوه.

په یوه بل خبر کې طالب ویاند قاري یوسف ویلي چې پرون یې د همدې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سرحدي پولیسو پر یوه رینجر ډوله موټر چاودنه کړې چې په ترڅ کې 8 تنه پولیس وژل شوي.. مګر د نومړي ددې وینا په اړه تر اوسه بل کوم چا څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x