افغانستان

عبدالله د واک د وېش په اړه د دوستم څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجرايوي ريس عبدالله عبدالله وايي، چې د واک د ويش په اړه يوازې له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کيږي او د جنرال دوستم په ګډون بل څوک د دې صلاحيت نه لري، چې په دې اړه څه ووايي.

ډاکټرعبدالله دا څرګندونې د ايتلافي حکومت د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم د هغه خبرو په غبرګون کې وکړې، چې تېره ورځ يې بي بي سي سره د خپلې مرکې په ترڅ کې د واک پنځوس پنځوس سلنه ويش رد کړ او زياته يې کړه، چې يو هېواد کې دوه ولسمشران نه ځايږي.

ډاکټر عبدالله نن کابل کې ۲۰۱۵م کال لپاره د بشري مرستو په اړه يوې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې دا څرګندونې وکړې.

عبدالله زياته کړه، چې د واک د ويش په اړه دا پرېکړه شوې، چې پنځوس سلنه چوکۍ به د ده په خوښه ويشل کيږي او جنرال دوستم يې له دې خبرو ناخبره وباله.

عبدالله زياته کړه، چې جنرال دوستم ځکه نه ملامتوي، چې نوموړی له دې پروسې ناخبره دی.

ويل کيږي، چې د کابينې د ځنډ لامل د ګډ حکومت د دواړو لوريو تر منځ ناندرۍ او باورۍ دي.

د ډاکټر عبدالله ټيم وايي، چې دواړو لورويو منلې، چې واک پنځوس پنځوس سلنه سره ويشل کيږي، مګر د اشرف غني ټيم بيا د عبدالله د څرګندونې ردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

دده ښځه اول خو هغه خبیث احمدشاه مسعود سره وه او اوس د امریکایانو سره ده ځکه یی دا نازونه منی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x