افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د طالبانو مسول: زمونږ تر واک لاندې سیمو کې امنیت تامین او ښوونځي فعاله دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو ګومارل شوی مسول مولوي میر احمد اغا وايي چې د دې ولایت زیاته سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده.

نوموړي په دې وروستیو له «مورچل» مجلې سره مرکه کړې او ویلي یې دي چې په دې ولایت کې د طالبانو محکمې فعالې دي او د خلکو حقوقي مسائل د دوی په محکمو کې فیصله کیږي.

مولوي میر احمد اغا وايي چې د ګڼو ولسوالیو مرکزونه محاصره دي، له «دښمن» څخه لار ورکه ده او په وینا یې د ننګرهار خاوره ورته اور ګرځیدلې. نوموړی زیاتوي:

«همدا اوس چې تاسو سره په خبرو لګیا یو د شیرزادو ولسوالۍ د اجیرې اداری ولسوال احوال رالیږلی، چې مونږ ته د سر امن او خوندې لاره راکړئ، مونږ ولسوالۍ تخلیه کوو».

مولوي میر احمد اغا وايي چې همدغه ولسوال چې اوس د سر امن غواړي، څو کاله پخوا د طالبانو په لټون پسي کلي په کلي ګرځید.

دغه طالب مسول وايي چې د ننګرهار ولس له طالبانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی، او په مقابل کې طالبان هم د ولس امنیت او خوندیتوب له خپلو اهدافو څخه ګڼي.

خو مولوي میر احمد اغا وايي د سړي تښتونې او اختطاف هغه پیښې چې څه موده وړاندې په دې ولایت کې ډیرې پیښېدې، حکومت په کې لاس لري. نوموړی زیاتوي:

«څو میاشتې وړاندې د بټي کوټ ولسوالۍ په سل مترۍ کې د محب الله په نوم یو کس وتښتول شو او له کورنۍ څخه یې ۳۰لکه کلداری وغوښتل شوي، دا موضوع زمونږ د خپلو استخباراتي شبکو په وسیله تر تعقیب لاندې وه، یوه شپه داسي حالت منځ ته راغی، چې د محب الله کورنۍ د مجبوریت په اساس ۳۰لکه روپۍ ورروانې کړي، غلو سړی ورته راروان کړ، د ولسوالۍ په خوا کې دغه تبادلې صورت نیوه، چې زمونږ اتلو مجاهدینو ساحه د خپل کنټرول لاندې راوسته، هغه ۳۰لکه کلدارې او مختطف محب الله زمونږ لاس ته راغی، اودوه تنه مختطفین د مجاهدینو په ډزو ووژل شول، دورځې په اوږدو کې معلومه شوه، چې اختطاف ګر دولتي عسکر وو».

په ننګرهار کې د طالبانو دغه مسول زیاتوي چې دوی نه یوازې د اشغالګرو سره مقاومت کوي بلکې د ولس امنیت هم خپل مسولیت بولي، او په وینا یې د همدې هدف لپاره په ټولو ساحو کې د شپې دوامداره پهرې او ګزمې کوي.

مولوي میر احمد اغا د امریکايي ځواکونو له خوا د بې پیلوټه بریدونو په اړه هم څرګندونې کړي، او د دغو بریدونو لامل دا ګڼي چې «ګډ دښمن» په مخامخ جګړه کې بې وسه دی، او په وینا یې همدا لامل دی چې اوس له هوايي لارو د بریدونو کوښښ کیږي.

مولوي میر احمد اغا وايي چې که د ګرځنده تلیفون او جاسوس په وړاندې لازم هدایات تطبیق شي، د امریکایانو بې پیلوټه بریدونه ناکام بوله.

«هغه څه چې د دې حملې د کامیابۍ وجه ده، هغه تلیفون یا جاسوس دی، مجاهدینو ته مطلق امر دی، چې تلیفون مه استعمالوئ، او په ټول ولایت کې مو د مخابری سیستم فعاله کړی، چې دا د مجاهدینو د مصؤنیت ښه ذریعه بلل کیږي، او ټول مشکوک افراد له ساحې ویستلای شوي».

نوموړی وايي که څه هم ډیر بریدونه یا بې ځایه او یا هم په ملکي خلکو تر سره کیږي، خو بیا هم دوی یې په وړاندې ډیر ویښ دي.

مولوي میر احمد اغا د طالبانو په بریدونو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې ادعاګانې نه یوازې دا چې په کلکه رد کړي، بلکې زیاته کړې يې ده چې د دوی ډیر عملیات د ولسي خلکو د ژوند د خوندیتوب له امله ځنډیدلي دي.

«ډیر ځله داسې پیښه هم شوي ده، چې ماین د ریموټ په ‌وسیله د دښمن په ټانک برابرشوی، خو خوا ته یې ملکي موټر یا خلک رامخې ته شوي، مونږ له خپل پروګرام څخه تیرشوي یو».

مولوي میر احمد اغا زیاتوي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښوونې بهیر په ښه توګه پرمخ ځي، او د طالبانو د پوهنې کمیسون د ښوونځيو څارنه کوي.

نوموړی همدا راز هغه ادعاګانې هم رد کړي چې ګواکې طالبان د ښځو د تعلیم دښمنان دي او ویلي یې دي چې د اسلامي اصولو مطابق او افغاني عنعناتو په چوکاټ کې د ښځو له تعلیم سره مخالفت نه لري.

د نوموړي په باور د ډاکټر، انجینر او همدا راز د ښوونکو د وژنې هغه تورونه چې په طالبانو پورې کیږي، د علمانیت او سیکولزم هغه اهداف دي چې غواړي دین او دنیا سره جلا کړي او دیني علماء د ټولنې له نورو اقشارو سره په کمین کې کښینوي.

مولوي میر احمد اغا وايي:

«همدغه ډاکټران زمونږ ټپیان تداوي کوي، همدا معلمان زمونږ بچیانو ته درس وایي، همدا ډاکټر، معلم او انجینر د همدې خاورې یوه لویه حصه تشکیلوي، بیا به څنګه مجاهدین ددوئ دځورونې هڅه وکړي؟. دا د دښمن پروګرام دی، چې ممبر له ډاکټر، عالم له معلم، مدرسه له پوهنتون څخه بیله او یو بل ته یې په کمین کې کښینوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ننګرهار د امریکایانو او شرو فساد لپاره دوزخ ګرزیدلی – خو د ملکیانو په هکله مو لازیاته توجه غواړو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x