افغانستان

هلمند: دګرشک ولسوالۍ سړکونه بیرته ویجاړشول

afghanistan_road_cunstructionددې ولسوالۍ اوسيدونكي اومسوولینو وخت آژانس ته وویل : چې د دي ولسوالۍ سړكونه چې درې كاله وړاندي جوړ شوي وو دامهال بيرته بنسټیزي بيا رغاونې ته اړتيا لري.

ځايي چارواكي هم ياده ستونزه نه ردوي اووايي چې ددې ستونزي د هواري لپاره به لاس په كارشي اوله دې وروسته به د هرډول پروژو پوره څارنه كوي.

دغه اوسيدونكي حاجي خان وزیر او سر دار آقا وايي چې كه څه هم په دې ولسوالۍ كې په سړكونولگښتونه ترسره شوي دي خو يوازي د پروژوپلي كونكوپيسې خپلوجيبونوته اچولې دي اوددې ولسوالۍ سړكونه په ټيټ كيفيت جوړشوي دي چې دامهال د له منځه تلوپه حال كې دي.

په همدې حال كې د گرشك ولسوالۍ مسوو لين وايي چې ددې سړكونوتړونونه له قرارداديانوسره د بهرنيو مرستندويه ادارو لخوا ترسره شوي دي چې په ډيرټيټ كيفيت يې جوړكړي دي.

د دوى په وينا كه چيرې ددې سړكونود بيا جوړولوگامونه پورته نه شي ښايي په بشپړه توگه له منځه ولاړ شي.

دغه ستونزه د هلمند والي محمد گلاب منگل هم نه ردوي اووايي چې نه يوازې په گرشك بلكې په ځينو نورو ولسواليوكې هم د قرارداد يانولخوا هغه سړكونه په ټيټ كيفيت جوړشوي دي چې د ځينوبهرنيوادارولخوا په قرارداد وركړل شوي دي.

دده په وينا هڅه يې داده ترڅود ټولوهغه پروژوچې دلته پلې كيږي د قرارداد چارې د دوى لخوا ترسره شي اوڅارنه يې هم د دوى لخوا صورت ومومی ترڅود پلي كيدونكوپروژوكيفيت لوړاوپه بنسټیز ډول جوړې شي.

وخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x