افغانستان

عبدالرووف ابراهيمي: «د ملي وحدت حکومت ناقانونه دی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې ريس عبدالرؤوف ابراهيمي وايي، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ملي وحدت حکومت سر تر پايه ناقانونه دی.

عبدالرؤوف ابراهيمي نن د ولسي جرګې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د اساسي قانون له مخې حکومت دوه مياشتې وخت لري، چې خپله کابينه وټاکي او اوس دغه دوه مياشتې په تېر‎ېدو دي، مګر د ملي وحدت حکومت دواړه ټيمونه لا هم د څوکيو په ويش نه دي سره سلا شوي.

ابراهيمي زياتوي، چې له همدې امله د ملي وحدت حکومت خپل قانوني ارژښت له لاسه ورکړی دی او سرپرست وزيران نور د کار کولو قانوني حق نه لري.

د ولسي جرګې نورو غړو هم د سرپرستو وزيرانو پر قانوني ارژښت او د کابينې پر ځنډ خبرې وکړې او پر ګډ حکومت يې نيوکې وکړې، چې د دوو مياشتو په تېرېدو لا هم د کابينې پر جوړولو نه دي توانيدلي.

دغو وکيلانو زياته کړه، چې سرپرست وزيران نه څوک ټاکلی شي او نه يې له دندې ګوښه کولای شي او د نا امنۍ يو ستر لامل د کابينې ځنډ
او د سرپرستو وزيرانو پر دندو پاتې کېدل دي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني، مرستيالانو يې او د اجرايوي شورا مشر سره له خپلو مرستيالانو د تلې په اوومه نېټه لوړه کړې او نژدې دوه مياشتې تېرېدونکې دي، مګر د دواړو ټيمونو تر منځ د بې باورۍ او ناندريو له امله لا هم د کابينې جوړو څرک نه ليدل کيږي.

تېره ورځ د اشرف غني لومړي مرستيال جنرال دوستم بي بي سي فارسي سره په خپلو خبرو کې د عبدالله د ټيم دا خبرې رد کړې، چې واک به پنځوس پنځوس سلنه ويشل کيږي.

جنرال دوستم وايي « که واک پنځوس پنځوس سلنه وويشل شي، نو دا خو دا معنا لري، چې دوه حکومته دي او دوه حکومته دوه ولسمشران غواړي، مګر دا کار نه کيدونکی؛ ځکه چې له دې سره به ستونزې راولاړې شي او لارې به مو سره جلا شي او طالبان له همدې خلا څخه ګټه پورته کوي.»

بل پلو د ګډ حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله نن کابل کې يوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د جنرال دوستم څرګندونې رد کړې او زياته يې کړه، چې نوموړی د واک د وېش له پروسې نا خبره دی او دی يې نه ملامتوي.

عبدالله زياته کړه، چې دی پرله پسې توګه له ولسمشر سره په اړيکه کې دی او په لنډه موده کې به کابينه اعلان شي.

ويل کيږي، چې د کابينې د ځنډ لامل د ګډ حکومت د دواړو لوريو تر منځ ناندرۍ او باورۍ دي.
د ډاکټر عبدالله ټيم وايي، چې دواړو لورويو منلې، چې واک به پنځوس پنځوس سلنه سره ويشل کيږي، مګر د اشرف غني ټيم بيا د عبدالله دا څرګندونې ردوي.

د پېښو څارونکي وايي د ګډ حکومت چليدل ناشوني بريښي او ستر لامل يې د دواړو ټيمونو تر منځ د فکر، اجنډا او عمل ټکر دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقهار عمری

داددین اودطن دښمنان به انشاالله خدای ضلیل اورسواکوی اشرف غنی قاتل سره دډالرودحاصلولو دپاره لاس یوکړ یومیاشت ددوی مشکل نه حل کیده خو چی پلاری جانکیری راغی بیاپه ۳دری ورځوکی ټول مشکلات اوشخړی حل شوی نوبنیادچی کافرپه لاس کیښودل شی خاتمه به همداوی کفری جمهوریت کی داټول جایزدی اومجاهدینوورونودانتظارشیبی په لنډیدودی بس فتح عظیم نژدی ده انشاالله ځمنګ اسلحه کلک عزم قوی ایما پخه عقیده اوتقواده بس ددی کفارو اودمرتدینو دمنصب مجنونانونه باید منګه پند واخلو دڅوکی شوق اوهوس ونکړو یواځی اویواځی نیت کی مودالله رضاوی اودالله ج په امځکه دالله دقانون حاکمیدل وی نوخدای ج به مو دواړه جهان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close