افغانستان

کننګهم: په افغانستان کې د ښځو ځواکمنې د نړیوالې پراختیايي ادارې ستره موخه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز بې کننګهم وايي چې په دې هېواد کې د ښځو ځواکمنې د د نړیوالې پراختیايي ادارې د تر ټولو د ستر پروګرام موخه ده.

نوموړي پورته څرګندونې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوال کمپاین په رارسېدو سره کړې دي.
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو شپاړلس ورځنی سیمنار د نومبر له پنځه ویشتمې د ډسمبر تر لسمې دوام لري، چې د کننګهم په خبره د نړۍ په سطحه د ښځو له حقونو د دفاع غږ پورته کېږي.

نوموړي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د له منځه وړو د قانونو تصویب ضروري وباله او ويې ویل چې دوی د ژر تر ژره پلي کېدو غوښتونکي دي.

دغه قانون پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳۸۸ کال کې توشیح کړ، چې ملي شورا د ناندریزو مسایلو په سر تصویب نه کړ.

کننګهم په افغانستان کې د ښځو وضعیت په تېره لسېزه کې ښه وګاڼه او ویې ویل چې دوی په دې برخه کې مخ پر وړاندې ځي او په خبره يې د دوی د حکومت د تمویل او ملاتړ په وسیله يې سلګونه مېرمنې روزلې دي.

کننګهم په افغانستان کې د ښځو د ځواکمنېدو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې باید په قضا، څارنوالي او مدافع وکالتونو کې کاري فرصتونه ورته برابر شي.

کننګهم وايي چې دوی په پورته پوستونو کې د ښځو د مقررۍ هڅې کړې او په خبره يې تر اوسه يې شپږ سوه تنو مېرمنو ته په پورته پوستونو کې کار ورکړی دی.

کننګهم په داسې حال کې په پورته ډول د ښځو د ځواکمنۍ خبره کوي چې په افغاني سنتي ټولنه کې ورته کړنې د غرب تقلید او د خپل دود سخت مخالفت ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مبارزې نړیوالې ورځې په پلمه یوې برتانوۍ ادارې په په نوې سروې کې ثابته کړې ده چې اویاسلنه افغان مېرمنې په پولیسو او قضايي سییستم باور نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x