د نن سرلیکنه

یحی خېلو ته ورته، د نورو پېښو څنګه مخنیوی وکړو؟ / سرلیکنه

د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ خونړۍ پیښه زمونږ د هیواد د روانې تراجیدې یوه بله هغه غمیزه ده چې د ډیروانسانانو ضمیرته یې ټکان ورکړ.

په دې کې هیڅ شک نشته چې یاده پیښه په افغانستان کې د امریکايي اشغال او د هغه له غزولو څخه د را زیږيدلي ناورین یو خونړی تسلسل دی، دا تسلسل به تر هغو پوري نورهم ناورینونه زیږوي ترڅو يي جرړې نه وې ایستل شوې، امریکایانو په افغانستان كې موجود حقائق منلي نه وي او دلته ناروا اشغال ته د پای ټکی نه وي ایښی.

د یحی خیلو تراجیدي چې د یو شمر اربکیانو ترڅنګ ډیر نور عام ولسي وګړي هم پکي ووژل شول ښايي په پکتیکا کې د دې ولایت د ولسي خلګو ترمنځ انتقامي غبرګونونوته لاره هواره او په تدریج سره دغه تخریبي عمل د هیواد نورو ولایتونوته سرایت وکړي؛ ځکه خپله د غه پیښه هم په یاده سیمه کې د اربکي وحشت په مقابل کې انتقامي غبرګون بلل شوى.

د اربکیانو په وحشت هیڅ څوک سترګې نشي پټولای؛ ځکه د هغوي ایجاد د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي شخړو او کورنۍ جګړو ته د زمینه سازي په غرض شوی، که دا خبره نه وي نو د رسمي ملي اردو او پولیسو ترڅنګ د بي مُهاره اربکي تشکیلاتو ایجادول څه معنی لري؟
امريكايانو په افغانستان کې د اربکي تشکیلاتو ایجاد د پخوانیو شورویانو د ګلم جم ملیشو له تشکیلاتو څخه کاپي کړی چې له دې امله د پرونیو ګلم جمو او ننیو اربکیانو ترمنځ کوم توپیرنه ليدل كيږي.

پرون شورویانو ګلم جم د ځان د دفاع او د افغانانو د ځورولو لپاره ایجاد کړي ول او نن امریکایانو اربکیان د ځان د خوندیتوب او افغانانو ترمنځ د جګړې د دوامداره کولوپه خاطر تشکیل کړي، چې په قندوز، کندهار، روزګان ، غزني ، هلمند، پکتیکا او… کې د دوی جنایات له هیچا پټ نه دي.

افغانان د خپلو قبیلوي عادتونو له مخې د انتقام او غچ اخیستنې روحیه په ذهن کې تر پیړیو پوري ساتي، نن که اربکي طالب وژني هغه هم افغان ، او په ولس اوکلي کې خپل قوم او ټبر لري او که طالب اربکی وژني هغه هم داسې. دوی دواړه د دې خاورې بچیان دي، کلي او سیمې سره ګډې دي، قوم او ټبر يې سره شريك دی.

نه اربكى کولای شي طالب د سولې د دښمن په پلمه ختم کړي او نه هم طالب کولای شي اربکی د امریکایانو د مدافع په نوم له ټولنې قمع او قلع کړي.

نن که امریکایانو د افغانانو د جنګولو لپاره دغه شومه پدیده رامنځته کړې ولي خپله افغانان د هغې د ټولنیزواضرارو په شنډولوکې کوښښ نه کوي ؟
مخکې تر دې چې د دغه ناورین ناوړه اغیزې د افغاني ټولنې ملي وحدت نور هم وځپي باید پرخپل وخت یې مخنیوی وشي او مخنيوى يې په داسې ډول کیږي چې افغانان په ډیرو مواردو کې قومي او قبیلوي تړونونه لري، په کلیوالو او اطرافي سیموکې دې له همدغو تړونونو څخه په استفادې سره داسې پریکړې وشي چې هیڅ وسله وال ته په هیڅ نامه هم د غیر شرعي او غیر اخلاقي کړنو د ترسره کولو مجال نه وي، د افغانانو ټولنیز نسیج او بافت ټول د شرعي مقرراتو تابع دی، هیڅ افغان هم د شرعي مقرراتو له عملې کولوسره مخالفت نه لري، شرعي او غير شرعي مقررات ښکاره او هر چاته معلوم دي، په ناحقه د مسلمان وژل اوځورول، د هغه امن ګواښل، د هغه پر مال اوحریم تیری کول، د هغه د مقدساتو سپکاوی کول، هغه له خپلو انساني حقوقو محرومول دا هرڅه په غیر شرعي اعمالو کې راځي .

دا ډول پریکړې او تړونونه اوس هم په ځینو مواردو کې د هیواد په ځینو ولایتونو په تیره پکتیا، پکتیکا او غزني کې تر تطبیق لاندې دي .

كه د هیواد په ټولو كليوالو سيموكې د شرعي علماوو او سیمه ییزو مخورو تر سرپرستي لاندې دا سې تړونونه او پریکړې عملې شي چې له مخې یې د غیر شرعي كړنو عاملینوته د قومي او قبیلوي تړونونو له مخې مجازات وټاکل شي دا به د ډیرو ناخوالو د له منځه وړلو ترڅنګ د دغه ډول خونړیو پیښو په مخنیوي کې هم ښه مؤثریت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کامران

د پورته مطلب په ویلو سره دې پایلې ته ورسیدم چې که چیري امریکایان او نړۍ وال په افغانستان کي شته وي نو طالبان او امریکایان به د عامو خلکو په وژلو سره یو بل ته مبارکي ورکوي. له امریکایانو څخه به ځکه ګیله نه کووم چي هغه نه په خاوره را ګډ دی او نه هم په دین ممکن همدا یې یو ډول ربړونه وي چي مسلمان ملت ته یې ورکوي. خو طالبان چي له ځانه پرته بل هیڅوک ورته مسلمان نه ښکاري او خپل موقف د صحابوو تر موقف هم لوړ بولی او زمونږ له ښکلی دین څخه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x