fbpx

څېړنه: اویا سلنه افغان مېرمنې په پولیسو باور نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مه لېندۍ ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې نوې ترسره شوې سروې ښيي چې د دې هېواد اویا سلنه مېرمنې په پولیسو او قضايي نظام هیڅ باور نه لري.

د اکشن ایډ په نامه یوې برتانوۍ ادارې پخپله څېړنه کې ښوودلې ده چې په سلو کې اویا افغان مېرمنې د حکومت په قضايي نظام او پولیسو بې باوره دي.

د دې ادارې په قول دوی ته په څېړنه کې په هرو لسو مېرمنو کې اوو تنو مېرمنو ویلي دي چې دوی د حکومت په پولیسو او قضايي نظام هیڅ باور نه لري.

دغه څېړنه د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالې سره د مبارزې د ورځې پر مناسبت خپره شوې ده.

د دې څېړنې یو تن شریک ریچل نوبل وايي چې د افغانستان قضايی نظام د ښځو پرمختګونه اغېزمن کړي دي.

له بله اړخه په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز بې کننګهم وايي چې دوی پخپله کاري موده کې شپږ سوه تنو افغان مېرمنو ته په قضايي، څارنوالي او مدافع وکالتونو کې کار ورکړی دی او پر دندو بوختې دي.

د  اکشن ایډ د راپور له مخې پنځه پنځوس سلنه مېرمنې په افغانستان کې شته ښځینه ازادۍ نه خوښوي او پنځه اتیا سلنه مېرمنې د کور کار کوي.

له پولیسو او قضايي سیستمه په داسې حال کې د ښځو د نارضایتۍ لوړ ګراف خپرېږي چې د پولیسو په برخه کې ښځینه جذب کم او پکې په دندو مصروفې مېرمنې د خپلو پولیسو له اخلاقي چلنده ډېر شکایتونه کوي.

پر دې سربېره په کلیو او بانډو کې د ملي او محلي پولیسو له اړخه د عامو وګړو د ښځینه قشر اړوند بد چلند د دې باعث شوی دی چې افغان مېرمنې له پولیسو او دولته زړه تورې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د