ټکنالوژي

گوگل کمپنۍ د گوگل مپ (Google Map)نوی ورژن وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): گوگل کمپنۍ خپل گوگل مپ اپلیکیشن نوی ورژن ۹.۱ معرفي کړ کوم به چې کاروونکو ته نور ډیر اضافي معلومات هم وړاندې کړي. دغه نوی ورژن به د سیمې وخت، هوا حالات او دلارې په اړه لنډ معلومات ورکوي.

دغه اپلیکیشن به د هوټلونو په اړه مکمل معلومات وړاندې کوي او کاروونکو ته به خبر وروکوي چې د کوم هوټل اطاقونه او خدمتونه نسبت نورو ته غوره ده.

د دغې اپلیکیشن نوی ورژن کاروونکو ته وړاندې شوی خو ډیر کاروونکي نیوکه کوي چې د دغې اپلیکیشن نوی ورژن وخت او د هوا حالات نه ښيي چې دغه کار به هغه کاروونکي چې د گوگل مپ په مرسته لرې پرتو سیمو ته سفر کول غواړي له خنډ سره مخ کړي.

د دغې اپلیکیشن یوه بله ځانگړنه دا ده چې کاروونکي کولی شي د لارې ترافیک په اړه هم معلومات حاصل کړي او معلومه کړي چې په کومو وختونو کې ډيره زیاته گڼه گوڼه نه وي. دغه اپلیکشن به خپل کاروونکو غږیز امرونه هم پر ځای کوي.

گوگل مپ به په لار کې د ترافیکي پیښو او نورو حوادثو په اړه به خبردارۍ ورکوي او کاروونکو ته به بل نژدې لار وښيي تر څو له حادثې څخه متاثره نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x