د کینیا لوبډلې په پاکستان رحم وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): پاکستان کرکټ بورډ اداره دغه هیواد کې د نړیوالو لوبو بیا پیل لپاره هلې ځلې کوي. پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې راتلونکی څو ورځو کې به د پاکستان الف لوبډلې او کینیا لوبډلې تر منځ ۵ یو ورځنۍ لوبې کیږي.

د پاکستان کرکټ بورډ په وینا د کینیا لوبډله به د دسمبر میاشت په ۱۱مه پاکستان ته راځي او ۵ یو ورځني لوبې به تر سره کوي.

پاکستان کرکټ بورډ په وینا ټولې لوبې به دلاهور ښاره په قذافي لوبغالی کې تر سره شي. د دغې لوبو لومړۍ لوبه به د دسمبر په ۱۳مه، دوهمه په ۱۵مه، دریمه په ۱۶مه څلورمه په ۱۸ او اخري لوبه به د دسمبر په ۲۰ تر سره شي.

پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان ویلي چې دغه هیواد کې د نړیوال لوبو بیا پیل لپاره لومړۍ به کوچنۍ لوبډلو ته د لوبې دعوت ورکړي او له هغې ورسته بیا مهمو لوبډلو ته.

څرگنده دې وي چې د ۲۰۰۹ز کال د مارچ په دریمه په پاکستان کې د سریلانکا په لوبډلې ډزې وشوې چې له هغې وروسته دغه هیواد کې نړیوال لوبې بندې شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د