پاکستان او افغانستان به د سولي ګډ کمیسیون جوړ کړي

gilani-karzai1نن ټکی آسیا: پاکستان او افغانستان غواړي چې د سولي یو ګډ کمیسون جوړ کړي، چې د افغانستان له خوا به یې مشري د سولي د عالي شوری رییس او د پاکستان له خوا د پاکستان لومړي وزیر کوي.

نن د ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل سوي چې د سولي عالي شوری او یوسف رضا ګیلاني په ارګ کې د لیدني وروسته په دې

خبره تاکید وکړ چې جګړه د حل لاره نه ده، او لازمه یې وګڼل چې د سولي په لار کې عملي قدمونه واخیستل شی.

د افغانستان ولس مشر حامد کرزي او د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني هم په ارګ کې سره وکتل، او بیا یې په ګډه خبري غونډي ته وینا هم وکړه..

ولس مشر حامد کرزي وویل چې یوسف رضا ګیلاني د سم واضح او مفصل پيغام سره راغلی، او پر هغه باندي مونږ په خپلو مذاکراتو کې بحث وکړ.

یوسف رضا ګیلاني وویل د پاکستان لمړي وزير “ګيلاني” هم پخپلو څرګندونو کې خپلي نيکي هيلي څرګندي کړي او ويي ويل هيواد به يي په افغانستان کې د سولي د را وستلو په لار کې ټولي هلي ځلي په لار واچوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د