زیمبابووي د ماتې لړۍ ادامه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): نن د بنگله دیش او زیمبابووي تر منځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو دریمه لوبه وه. دغه لوبه کې بنگله دیش د زیمبابووي لوبډلې ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه.

لوبې پچه زیمبابووي لوبډل مشر وگټله او بنگله دیش لوبډلې ته د توپ وهنې وړاندیز وکړ. بنگله دیش لومړۍ توپ وهنې په مرسته ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۲۹۸ منډو هدف وټاکه.

د بنگله دیش لپاره انعام الحق ۹۵، تمیم اقبال ۴۰ او شکیب الحسن ۴۰ منډې جوړې کړې.

توپ اچونه کې زیمبابووي لپاره پنینگارا دوه ویکټې واخیستې.

زیمبابووي لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۷۳ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې چیگومبورا ۵۳ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د بنگله دیش لپاره غوره توپ اچونه عرفات سني ۴ ویکټې اخیستلو سره وکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د