دامنیتي تړون له لاسلیک وروسته درې سرغړونې

لیکوال: وثیق مسافر

اشرف غني او عبدالله چې د اقتدار د ترلاسه کولو په موخه لا له وړاندې د امریکا په تور دیګ کې ځانونه اچولي وو، دخپل ریاست په اولو ورځو کې یې هغه قرارداد امضاء کړ چې له غلامۍ او ذلت پرته بل هیڅ نه وو.

دپارلمان غړی هم د افغانستان دخرڅلاو دقرار داد د امضاء له قضیې څخه بری الذمة نه دي،مخکې تر دې چې په راتلونکي کال کې له خپلو چوکیو ګوښه کړل شي،دا ښه فرصت وو چې دخپل مجازي منعم د ډالري پیرزوینو طلایي چانس له لاسه ورنکړی، قرارداد یې په پټو سترګو، ناویلی او نالیدلی تصویب کړ.

اوس هم لا وخت شته چې په دې ځانونه پوه کړو چې سپینه ماڼۍ زموږ لپاره څه رنګین خوبونه لیدلي او زموږ له هیواد سره به لا نور څه کوي؟

په دې باید پوه شو چې امریکا په هیڅ وجه د اطمنان او اعتماد وړ نده،امریکا ته تر هرڅه خپلې ګټې مهمې دي او هغو ته حق د اولیت ورکوي،که یې خپلې ګټې په خطر کې لویږي بیا امریکا کیدای شي د شویو معاهدو او تړونونو هیڅ پروا هم ونکړي.

د څو باخبره سرچینو په قول، هغه لوي درز او بې حیثیتي چې دناټو په ماموریت کې رامینځ ته شوې، امریکاغواړي د دې تشې د ډکولو لپاره په راتلونکي ۲۰۱۵ کال کې افغانستان ته پر ۹۸۰۰ عسکرو برسیره نور عسکر هم ولیږي تر څو ددې ماموریت په ترسره کولو سره خپل حیثیت بیرته برقرار کړي، او افغانستان ته دنورو امریکایی عسکرو راوستل له ترسره شوي تړون سره په ښکاره په ټکر کې دی.

د رویټرز دخبري اژانس د راپور لمخې، افغانستان ته دنورو عسکرو درالیږلو پر نهایي شمیره تر اوسه توافق نه دی شوی،داسي څرګندیږي چې پرموجوده عسکرو علاوه چې لا له وړاندې یې دپاته کیدلو پریکړه شوې، څو زره نور عسکر به هم افغانستان ته ولیږل شي.

رویټرز زیاتوي، دواشنګټن او کابل ترمنځ په شوي تړون کې چې د ۹ پوځي آډو یادونه شوې، امریکا مجبوره ده چې ددې اډو دساتلو لپاره زیات شمیر تازه دمه عسکر افغانستان ته ولیږي.

د نویو تازه نفس عسکرو د اعزام فیصله په داسې حال کې کیږي، چې په روان کال کې دامریکا جمهور رئیس بارک اوباما اعلان وکړ چې د روان کال ترپایه به په افغانستان کې دخپلو عسکرو شمیره ۹۸۰۰ پوځیانو ته راټیټه کړي او په راتلونکي کال کې به یاده شمیره په نیمایي ودروي، همدا راز په ۲۰۱۶ کال کې به دومره عسکر پاته شي چې یوازي په کابل کې ددغه هیواد دسفارت ساتنه وکړای شي.

دامریکا او دکابل حکومت ترمنځ په ترسره شوي تړون کې د معلوم مقدار عسکرو پر پاته کیدلو تعهد شوی،خو دیادو سرچینو له قوله امریکا ممکن ۱۰۰۰تنه تازه عسکر افغانستان ته ولیږي، چې دا په واقعیت کې د قرار داد له امضاء را وروسته دامریکا دوهمه وعده خلافي بلل کیږي.

د لومړۍ خلاف ورزي په اړه یې څلور ورځ وړاندې دنیویارک ټایمز ورځپاڼې یو راپور نشر کړ چې پکې ویل شوي،دامریکا جمهور رئیس په دې وروستیو کې د یوه پټ او محرم دستور لمخې په افغانستان کې دطالبانو پرضد د امریکايي ځواکونو دمستقیم جنګ کولو حکم امضاء کړی،چې ددې امضاء شوي دستور له مخې به په راتلونکي ټول کال کې امریکايي عسکر مستقیما له وسلوالو مخالفینو سره جګړه وکړي،دا په داسي حال کې ده چې دامریکا او کابل تر منځ په امضاء شوي قرار داد کې راغلي ، دتړون له لاسلیک وروسته به امریکایی ځواکونه یوازي دافغان عسکرو د روزلو په برخه کې فعالیت کوي او بس.

د امریکا دخلاف ورزیو کار په همدې ځای نه دي بس شوی، دریمه سرغړونه یې هم په پټه توګه ترسره کړې، داشرف غني په پټ دستور یې دشپنیو عملیاتو دبیا پيلولو لپاره خپله سینه ډبولې.

ټول اولس دسر په سترګو مشاهده کړل، کوم وحشتونه، جنایات او نه توجیه کیدونکي فجایع چې دشپې لمخې په عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو لخوا ترسره شول په یو ډول عملیاتو کې یې ساري نه لیدل کیږي، دکرزي دحکومت په مهال دامریکایانو دشپنیو عملیاتو وحشتونه تر دې حده ورسیدل چې خپله کرزی په دې مجبور شو چې ددې عملیاتو دبندیدو اعلان یې وکړ، دادي اوس بیا امریکایي ځواکونه دافغان عسکرو د روزولو تر پوښ لاندي دافغان ولس د وژلو او زورولو لپاره تابیا نیسي.

په هر حال له امریکا څخه ،چې رښتینولي یې درواغ ، اعتماد یې خیانت ، مرسته یې جنایت ، چلند یې غلا او لوټمار او اخلاق یې استعمار او زورګویي ده،تر دې پورته دبل شي توقع نه شته او نه کیږي. له اشرف غنی او عبدالله باید پوښتنه وشي چې دکوم شرف او عزت لپاره مو خپل وطن په پردیو خرڅ کړ او تاریخي پیغور مو غاړې ته واچاوه؟

ژباړه او ترتیب: وثیق مسافر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د