
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مه لېندۍ ۱۳۹۳ل): د مصر یوې محکمې په ۷۸ ماشومانو له اخوان المسلمین سره د تړاو په تور د بند پریکړه وکړه.
دغه ماشومان چې عمرونه يې له ۱۵ کلونو کم دي، د چهارشنبې په مازدیګر د اسکندریې ښار محکمې له دوو څخه تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم کړل.
راپورونه وايي چې د پریکړې پر مهال د محکمې ودانۍ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وه او مدافع وکیلانو ته اجازه نه ورکول کیده څو د محاکمې تالار ته ننوځي.
د محاکمې پر مهال د تورنو ماشومانو خپلوان له محکمې بهر منتظر ولاړ وو.
مصري رسنۍ د پوځي واکمنۍ د چارواکو له خولې وايي چې دغه ماشومان د اخوان المسلمین ګوند غړي دي او د مصر امنیتي ځواکونو وروسته تر هغه ونیول چې د واکمن نظام پر خلاف یې په یوې سوله ییزې مظاهره کې ګډون کړی وو.
مصري محکمې ویلي چې د دغو مظاهرو له امله په سیمه کې لارې بندې شوې او د ټرافیک په وړاندې ستونزې ایجادې شوې وې.
باید وویل شي په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند وروسته له هغه یوه تروریستي ډله وپیژندل شوه چې د دې هیواد پوځي مشر عبدالفتاح سیسي د یوې کودتا په نتیجه کې له اخوانیانو څخه واک تر لاسه او ځان د مصر ولسمشر اعلان کړ.
دیته وایی بربریت او وحشت د چنګیز او فرعون تاریخ را ژوندی کړ او حتی زه خو وایم تر هغو یی لا ورواړوله خو خیر که خدای کول نو ورکه یی را نژدی شوی