fbpx

غزني: د وسلو په ډيپو کې چاودني لس تنه عسکر ژوبل کړي

afghan_national_armyنن ټکی آسیا: د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کورنیو عسکرو په قرار ګاه کې دننه د وسلو په ډیپو کې درنه چاودنه شوې، چې له امله یې د پولیسو په وینا لس تنه سرتیري ژوبل شوي، او د وسلو زیرمتون یې له منځه تللی.

د پولیسو په وینا پېښه د ګازو د ډبې د چاودېدو له امله پرون شپه ناوخته را منځته سوه، او ادعا یې وکړه چې وسلو ته کوم زیان نه دی اوښتې.

مګر د بلي خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پیښه ددوی د یو کس ارتباطي له خوا چې د ملي په کرښه کې داخل سوی وو، تر سره شوې.. چې له امله یې د ملي اردو 9 تنه مړه او 7 نور ټپيان شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د