سریلانکا لومړۍ لوبه کې انگلینډ له ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): همدا شیبه د سریلانکا او انگلینډ د ۷ یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه پای ته ورسیده کوم کې چې سریلانکا د انگلینډ لوبډلې ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه.

لوبې پچه انگلینډي لوبډل مشر وگټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. سریلانکا لوبډلې په ټاکل شوي ۵۰ اورونو کې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۷ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره غوره توپ وهنه دلشان ۸۸، پریرا ۵۹ او جیوردنې ۵۵ منډو جوړولو سره وکړه. تریمانې ۲۷ او منډس ۳۰ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

د انگلستان لوبډلې لپاره ووکس او ترېدویل دوه دوه ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنه کې انگلستان لوبډله یوازې ۲۹۲ منډو جوړولو وروسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ او دغه لوبه يي د ۲۵ منډو توپیر سره وبایلله.

انگلستان لپاره معین علي ۱۱۹ او بوپارا ۶۵ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره پریرا ۳، منډس او هیرات دوه دوه ویکټې واخیستې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د